ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا تړون لاسليک شو

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا تړون لاسليک شو

author avatar
31 Dec 2021 - 15:06
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا تړون لاسليک شو
author avatar
31 Dec 2021 - 15:06

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ١٤٠٠): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د ٢٠٢٢کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون د افغانستان او ازبکستان ترمنځ لاسليک شو.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د مرغومي په ١٠ مه د افغانستان برېښنا شرکت له لوري رسنيو ته استول شوې ده.

سرچينه وايي چې د ٢٠٢٢ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون د برېښنا شرکت د اجراييوي رييس حافظ محمد امين او د ازبکستان د برېښنا د ملي شرکت د مشر داداجان ايساکولوف ترمنځ په یاد هېواد کې لاسليک شو.

سرچينه وايي چې دغه تړون د دواړو لورو ترمنځ د درې ورځنيو مذاکراتو په پايله کې لاسليک شوى دى.

د سرچينې په حواله، د دغه تړون له مخې په راتلوونکي کال کې دوه ميلياره کيلو واټه برېښنا له ازبکستان څخه افغانستان ته لېږدول کيږي چې ټوليز لګښت يې شاوخوا سل ميليونه ډالره کيږي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه سفر په ترڅ کې د پلخمري د سرخان پروژې د ٥٠٠ کيلو ولټه لين په اړه هم خبرې اترې وشوې.

د يادونې ده چې د سرخان پروژې تړون د مخکني حکومت او ازبکستان هېواد ترمنځ لاسليک شوى و.

Visits: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.