ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا واکسین ته د هېوادوالو علاقمندي درې برابره ډېره شوې

د کرونا واکسین ته د هېوادوالو علاقمندي درې برابره ډېره شوې

author avatar
28 Jan 2022 - 09:57
د کرونا واکسین ته د هېوادوالو علاقمندي درې برابره ډېره شوې
author avatar
28 Jan 2022 - 09:57

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا واکسین پر ګټورتوب ټینګار کوي او وايي چې د هغو کسانو شمېر چې کرونا واکسین ورته تطبیق کېږي، له ۷زرو څخه ۲۱زرو ته لوړ شوی دی.

د کرونا د واکسین ‎تطبیق د ۱۳۹۹ کال د کب په پنځمه مخکني حکومت پیل کړی و.

تر دې دمه هند، چین، امریکا، ایټالیا، اتریش، سویډن، فرانسې او داسې نورو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو له افغانستان سره د کرونا میلیونونه دوزه واکسین مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکني حکومت د روغتیا وزارت چارواکو ویلي وو چې افغانستان د کرونا ۴۲ میلیونه دوزه واکسین ته اړتیا لري.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې د کرونا ضد واکسين ترلاسه کوونکو شمېر له ٧زرو څخه ٢١زرو ته لوړ شوى دى.

هغه زیاته کړه: «د هغو پلانونو او تدبیرونو له مخې  چې عامې روغتیا وزارت تر اوسه نیولي دي؛ مخکې د واکسین د تطبیق کوونکو منځنۍ کچه له شپږو تر اتو زرو پورې وه؛ خو اوس مو دا بهیر ګړندی کړی او شاوخوا ۲۱زره کسان واکسین اخلي او پروسه په ښه ډول روانه ده.»

نوموړی د کرونا واکسین د اخیستونکو د ډېرېدو لامل په هېواد کې د یادې ناروغۍ ډېروالی بولي او له هغو هېوادوالو چې تر اوسه یې د کرونا واکسین نه دی اخیستی، غواړي چې پر کرونا د اخته کېدو د مخنیوي لپاره واکسین تطبیق کړي.

نوموړي د واکسين شوو کسانو شمېر له ۵،۷ ميليونو ډېر وباله او ويې ويل چې له دې ډلې د تېر حکومت له نسکورېدو راهيسې له ۴،۳ ميليونو ډېر کسان واکسين شوي دي.

هژير د کرو ناروغۍ په مخنيوي کې د واکسين رول حیاتي وباله او څرګنده یې کړه چې  د کرونا ‎ ناروغۍ پر وړاندې د بدن معافيت لوړېدو يوازېنۍ لار د کرونا واکسین تطبیق دی.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره چې په اوسنیو شرایطو کې عامې روغتيا وزارت کافي امکانات نه لري، وویل چې که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه نيسي او واکسين وانه خلي، ښايي د کرونا مثبتې پېښې او د مړينو شمېر ډېر شي.

د هغه په ​​وينا، پر کرونا د اخته کسانو د معلومولو لپاره تشخصیه کېټونه او پي. سي. ار ماشینونه موجود دي؛ خو د کرونا د بڼې پېژندلو لپاره پرمختللو ماشینونو ته اړتیا ده.

هغه څرګنده کړه، دغه وزارت د روغتيا له نړيوال سازمان سره په وروستيو تماسونو کې له هغوی د پرمختللو ماشينونو د مرستې غوښتنه کړې چې دغه سازمان يې ژمنه کړې ده.

نوموړي د کرونا په برخه کې د اکسېجن اړتیا ته په اشارې وویل چې د یونیسف په همکارۍ هوډ لري چې په لسو ولایتونو کې د اکسېجن د تولید ۱۰ ماشینونه فعال کړي.

د کابل ښار مریم لېسې سیمه کې د کرونا واکسین د یوه مرکز واکسیناتور چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، له کرونا واکسین سره د خلکو علاقمندي د تېر په پرتله ډېره شوې ده.

هغه وویل، دوه میاشتې مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ تر ۲۰۰ کسانو مراجعه کوله، خو اوس دغه شمېر په ورځ کې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

سرچینې په دې اړه چې ولې واکسین ته د خلکو علاقمندي ډېره شوې؟ وايي: «ډېر عوامل دي، یو یې دا چې خلک پر کرونا باور لري چې یوه وژونکې ناروغي ده، دویم دا چې خلک غواړي بهر ته لاړ شي او غواړي د واکسین کارت ترلاسه کړي.»

یاده سرچینه کرونا واکسین پر دې ناروغۍ له اخته کېدو څخه د مخنیوي په برخه کې مهم بولي او له هېوادوالو غواړي چې ځان او کورنۍ ته د کرونا واکسین تطبیق کړي.

هغه کسان چې کرونا واکسین یې تطبیق کړي، نور هېوادوالو هم د واکسین تطبیق ته هڅوي.

د کابل ښار اوسېدونکې لیلما منیب چې تازه یې ځان ته واکسین تطبیق کړی و، وویل، تېره ورځ یې د یوې ټولګیوالې کور ته لاړه، کله چې کور ته داخله شوه، ویې لیدل چې د دې کورنۍ مور پر کورنا اخته شوې ده.

هغې زیاته کړه: «هيڅ لار مې نه لرله، شاوخوا نیم ساعت په کور کې کېناستم او بېرته خپل کور ته راغلم.»

نوموړې روښانه کړه، ډېره ډاره شوې وم چې هسې نه پر کرونا ناروغۍ اخته شم، نن سهار روغتون ته لاړم او واکسین مې وکړ.

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکي صمیم هم وویل: «همدا شېبه مې واکسین وکړ او ډېر خوشاله یم، له ټولو هېوادوالو غواړم چې واکسین وکړي.»

هغه زیاته کړه، لږ د سستۍ احساس لري، خو د دې لپاره چې د کرونا پر وړاندې وقایه شي، ډېر خوښ دی.

نوموړي له نورو هېوادوالو، په ځانګړې توګه له خطر سره مخ خلکو څخه وغوښتل چې واکسین وکړي څو روغتیا یې تضمین شي.

د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتو دفتر د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه د شاوخوا ۸۴۰زره کسانو د کرونا ټسټ شوی، له دې ډلې د ۱۶۰زره کسانو معاینې مثبتې وې او اته زره کسانو د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

Visits: 130

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.