ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قلعه نو اوسېدونکي په ښار کې د کثافت دانیو له نشتوالي شکایت کوي

د قلعه نو اوسېدونکي په ښار کې د کثافت دانیو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
17 Mar 2022 - 16:42
د قلعه نو اوسېدونکي په ښار کې د کثافت دانیو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
17 Mar 2022 - 16:42

قلعه نو (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۰): د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ځیني اوسېدونکي، په دغه ښار کې د کثافت دانیو له نشتوالي شکایت لري او د دې هوارېدو غوښتونکي دي.

د بادغیس په مرکز قلعه نو ښار کې د کثافت دانیو نشتوالی داسې یوه ستونزه ده چې له پخوا راهیسې پاتې ده او ورځ تر بلې د خلکو ستونزې ورسره زیاتېږي.

اوس د بادغیس اوسېدونکي له پژواک سره په مرکه کې په ښار کې د کثافت دانیو پر کموالي نیوکه کوي.

د قلعه نو ښار یوه اوسېدونکي محمد داوود له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، سره له دې چې د قلعه نو ښاروالۍ د ښار په پاکولو کې ډېر کار کړی، خو د کثافت دانیو زیاتولو په برخه کې یې ناغېړي کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((ښاروال صاحب باید په دې برخه کې له ښاره عمومي څارنه ولري؛ چېرته چې د کثافت دانیو اړتیا وي، جوړې دې کړي؛ څو خلک په ویالو او سړک خځلې او کثافات وانه چوي او چاپېریال ککړ نه شي.))

د نوموړي په خبره، د قلعه نو په ډېری ځایونو کې د کثافت دانیو نشتوالي له امله خلک کثافات د ښار د سړکونو غاړو ته اچوي.

د قلعه نو ښار څو نور اوسېدونکي هم داوود ته ورته نظر لري او غواړي چې د ښار په ځینو سیمو کې کثافت دانۍ کېښودل شي.

له بلې خوا، د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان پر دې باور دي چې په واټونو او خلاصه فضا کې د کثافاتو غورځول د اندېښنې وړ دي او د چاپېریال ککړېد لامل ګرځي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه محمد میرویس پوه مل پژواک ته وویل: ((د دې کار دوام خطرناکې پایلې لرلی شي او تر ځمکې لاندې اوبو میکروبي کولو او ناروغیو سبب ګرځي.))

نوموړی زیاتوي، ښاروالي مسوولیت لري چې له دغو ستونزو د خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي.

هغه وړاندیز کوي چې ښاروالي باید د تنظیف برخې کارکوونکي ډېر او ښاریان له ښاري فرهنګه خبر کړي.

پوه مل د قلعه نو له اوسېدونکو غوښتنه لري چې په دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

هغه زیاتوي: ((کثافات باید له ښاره بهر په یوه ځای کې خښ شي او په دې برخه کې باید کار وشي.))

په همدې حال کې د قلعه نو ښاروال که څه هم د کثافت دانیو کموالی مني، خو وايي چې د ستونزې د هواري لپاره یې هڅې روانې کړې دي.

د قلعه نو ښاروال مولوي نظرمحمد وثیق وايي، د ښار په ځینو سیمو کې د کثافت دانیو اېښودلو پلان لري، څو د خلکو ستونزې حل شي.

هغه زیاتوي، د ښاریانو اقتصادي ستونزو او د هغوی د بېوزلۍ له امله نه دي توانېدلي چې د کثافت دانیو ټولول خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړي.

نوموړي وویل: ((په پام کې ده چې د ښار په څنډو او ناحیو کې کثافت دانۍ جوړې شي څو د خلکو ستونزې حل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د قلعه نو په سیند کې د کثافاتو غورځولو له امله، پسرلني سېلابونه د دغه سیند د دواړو غاړو استوګنو ته ډېر زیانونه اړوي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.