ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قزاقستان ولسمشر: په افغانستان کې د ثبات راتلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوو

د قزاقستان ولسمشر: په افغانستان کې د ثبات راتلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوو

author avatar
2 Jun 2022 - 03:14
د قزاقستان ولسمشر: په افغانستان کې د ثبات راتلو لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوو
author avatar
2 Jun 2022 - 03:14

اتلانتا (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې ډیبورا لاینز سره په الماتا کې کتلي دي.

قزاقي رسنیو د غبرګولي په ۱۱مه خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد «نه له منځه تلونکې ژمنه» تر اوسه دوام لري.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د وضعیت د ثبات لپاره د قزاقستان او د ملګرو ملتونو سازمان ترمنځ د نړیوالو هڅو د یوې برخې په توګه همکاري او د بشردوستانه مرستو وړاندې کولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

توکایف ویلي چې قزاقستان له نړیوالې ټولنې سره د هر اړخیزو همکاریو په دوام له افغانستان سره بشردوستانه مرستو  او له ترهګرۍ او افراطپالنې سره مبارزې ته ژمن دی.

هغه دغه را څرګنده کړې ده چې د افغان محصلینو لپاره یې د هېواد روزنیز پروګرامونه دوام لري.

قزاقستان یو له هغو هېوادونو دی چې د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت له سقوط وروسته یې په کابل کې خپل سفارت په لنډمهال ډول تړلی دی.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د افغانستان پر وضعیت یو ځل بیا سیاسي هلې ځلې ډېرې شوې دي؛ د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په دې وروستیو کې له یو شمېر افغان سیاسیونو او د سیمې هیوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې اترې پیل کړې دي.

هغه لومړی هندوستان ته سفر وکړ، له هندي چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ یې هلته د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا له پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم ولیدل.

دغه راز ویسټ په ازبکستان او ترکیه کې هم د ځایي چارواکو ترڅنګ هلته له یو شمېر افغان سیاسیونو او فعالانو سره هم لیدنې کتنې کړې او د افغانستان د راتلونکي په اړه یې د هغوی نظرونه اورېدلي دي.

د امریکا د ځانګړي استازي ترڅنګ د اروپایي اتحادیې ځانګړې استازې او د یوناما مشرې بیا د افغانستان په تړاو د منځني هېوادونو له ځانګړو استازو سره پر افغانستان خبرې کړې دي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.