ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېوادوال: د کرونا ناروغۍ په اړه د پوهاوي پروګرامونه دې ډېر شي

هېوادوال: د کرونا ناروغۍ په اړه د پوهاوي پروګرامونه دې ډېر شي

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۱): ځیني هېوادوال په داسې حال کې د کرونا په اړه د پوهاوي پروګرامونو د زیاتېدو غوښتنه کوي چې د هوا په ګرمېدو سره، ډېری کسان له موسمي حساسیت سره مخ کېږي او له کرونا سره د هغه د ځینو نښو ورته­والی، د دوی د اندېښنې لامل ګرځي.

یو هېوادوال: هيڅ نه پوهېږم چې حساسیت دی که کرونا؟

د کابل ښار د دشت برچي اوسېدونکې فاطمې پژواک خبري اژانس ته وویل، له تنکۍ ځوانۍ تر دې دمه د پسرلي موسم په را رسېدو سره موسمي حساسیت ورته پیدا کېږي.

هغې زیاته کړه: «په دغه موسم کې مې له سترګو او پزې ډېرې اوبه رابهیږي، لومړی په پرنجي بیا پر زکام او د ستوني پر سخت درد بدلېږي چې ډېر په تکلیف یمه، خو دا دوه کلونه چې کرونا راغلې، حساسیت مې لا سختېږي، هېڅ نه پوهېږم چې حساسیت دی که کرونا؟»

دغه‌راز د غور ولایت د فېروزکوه ښار اوسېدونکې بنفشې پژواک ته وویل: «د پسرلي فصل چې پیل شو، په لومړیو کې مې یې حساسیت درلود، ځينې نښې لکه پرنجی مې کاوه، سترګې مې سرې کېدلې او ټول ځان به مې درد کاوه، ډېره اندښمنه وم، ځکه فکر مې کاوه چې پر کرونا نه وم اخته شوې، دغو نښو څو ورځې دوام وکړ، تر دې چې کوویډ ۱۹ روغتون ته مې مراجعه وکړه او د کرونا ټسټ مې وکړ او ټسټ مې منفی شو او ډاکټر وویل چې پر کرونا نه یم اخته شوې.»

د نوموړې په باور په دې اړه باید د پوهاوي پروګرامونه ډېر شي، څو هغه کسان چې د موسمي حساست ستونزه لري، خپله دا ستونزه کرونا ونه بولي او هغه کسان چې کرونا دي، خپله دا ناروغي موسمي حساسیت ونه ګڼي.

په ورته وخت کې، د کابل ښار د خوشحال خان سیمې اوسېدونکی ۱۸ کلن حبیب­الله هم د موسمي حساسیت له ستونزې کړېږي او وایي، د پسرلي او اوړي په را رسېدو سره سخت حساسیت ورته پیدا کېږي.

هغه وايي، په دې وروستیو دوو کلونو کې یې د حساسیت نښې ډېرې سختې شوې، خو نه پوهېږي چې حساسیت دی که کرونا؟

نوموړی هم د کرونا په اړه د پوهاوي پروګرامونو د ډېرېدو غوښتنه کوي.

د طب برخې پوه: کرونا او موسمي حساسیت دوې جلا ناروغۍ دي، خو په ځینو مواردو کې ورته نښې لري.

د کابل طبي پوهنتون د انتاني او نري رنځ څانګې استاد ډاکټر احمدشکیب  راسخ پژواک ته وویل، کرونا او موسمي حساسیت (الرژي) دوې هغه ناروغۍ دي چې تقریبا په ځينو مواردو کې له یو بل سره ورته نښې لري، خو دا ناروغۍ په اصل کې له یو بله بشپړ جلا دي.

نوموړي زیاته کړه: «کرونا یوه انتاني ناروغي ده چې ساري بڼه لري، د دغې ناروغۍ سببي لامل یو ډول ویروس یعنې یو ژوندی جسم دی، خو حساسیت چې الرژي ته وايي، سببي لامل یې ژوندی جسم نه دی، بلکې د بهرنیو عواملو پر وړاندې د بدن له اندازې ډېر یا غېرنارمل غبرګون دی چې په طب کې الرژن ورته وايي، دغه دوې ناروغۍ له یو بله بشپړ توپیر لري، خو ځینې کلینیکي نښې لري چې له یو بل سره اشتباه کېږي».

دی زیاتوي: «په حساسیت کې دوې ناروغۍ مطرح دي، یوه کلینایت الرژي (د پوزې برخې حساسیت) او بل ډول یې د قصبي اسما حساسیت دی چې دغه دوه ډوله حساسیت د کرونا له نښو سره مغالطه کېدای شي.»

د ده پر وینا، دغه دوه حساسیتونه چې تر ډېره له کرونا سره ورته والی لري، نښې یې تر ډېره پرله پسې او سخت پرنجی، له پوزې د اوبو بهېدل، له سترګو اوښکې بهېدل، د سترګو شاوخوا بخار کول، د ستوني خارښت، د بدن د غړو ستړیا او سستوالی دي.

ده زیاته کړه، خو د کرونا په ناروغۍ کې پرنجی ډېر لږ وي او د کرونا ناروغ د ستوني سخت درد، لوړه تبه او د عضلو سخت درد لري، نو د دغو دوو ناروغیو ترمنځ د توپیر تر ټولو مهم لامل سخته تبه ده چې په دغه حالت کې د انسان د بدن د حرارت درجه ډېره لوړه وي.

هغه وايي، د کرونا لامل میکربونه دي او ناروغ سخته تبه لري، ویل شوي چې د کرونا په ناروغۍ کې ۹۰ سلنه خلک سخته تبه لري چې حساسیت دا نښې نه لري.

د سرچینې پر وینا، په ساري ناروغیو کې د ناروغ د اړیکې یا تماس تاریخچه اړینه ده چې که چېرې دغه کس مخکې د کرونا له کوم ناروغ سره لګېدلی یا په اړیکه کې شوی وي، نو دا چاره کولی شي چې د دغو دوو ناروغیو په تشخیص کې مرسته وکړي.

راسخ وویل: «حساسیت تر ډېره د پسرلي او مني په موسمونو کې وي چې ګلان او واښه راشنه کېږي او دغه واښه او ګلان د پولن په نوم یوه ماده ازادوي او هغه کسان چې حساسیت لري له دغه ګل او وښو سره باید مخامخ نه­شي څو حساسیت یې لا سخت نه شي ونه او وقایه شي.»

دی وايي، د حساسیتونو اصلي لامل ګرد او دوړې دي او هغه کسان چې پر موسمي حساسیت او کرونا اخته کېږي، نو باید دروازې او کړکۍ بندې وساتي، له کوره بهر ماسک وکاروي څو د دغو ناروغیو په مخینوي کې مرسته وکړي.

دغه‌راز، نوموړي زیاته کړه چې د ماسک کارول نه یوازې د حساسیت، بلکې د کرونا ناروغۍ مخه هم نیسي.

نوموړي د کرونا له پېښو چې اوس هم په هېواد کې شته، اندېښنه وښوده او له خلکو یې وغوښتل: «اوس هم په هېواد کې کرونا شته او خلک باید ټول روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي او د ماسک په کارولو سره هم له کرونا او هم د حساسیت له عواملو څخه چې په چاپېریال کې دي، مخنیوی وکړي.»

هغه د کرونا ناروغۍ په اړه د پوهاوي پروګرامونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه؛ ځکه خلک باید د دغې ناروغۍ په اړه ډېر معلومات ولري.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولري، خو اړیکه ونه نیول شوه.

Visits: 117

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.