ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې په تېرو ۲۰ ورځو کې د کرونا ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

کندوز کې په تېرو ۲۰ ورځو کې د کرونا ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

author avatar
6 Jul 2022 - 18:22
کندوز کې په تېرو ۲۰ ورځو کې د کرونا ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي
author avatar
6 Jul 2022 - 18:22

کندوز (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د کندوز د عامې روغتیا ریاست وایي، په تېرو درېیو اوونیو کې د یاد ولایت په کووېډ-۱۹ روغتون کې، د کرونا ویروس له ۴۰۰ د ډېرو معاینو له ډلې د ۳۷ کسانو ټسټونه مثبت ثبت شوي دي.

د کندوز روغتیایي مسوولینو دا شمېره د وروستیو څو میاشتو په پرتله ډېره ګڼلې او وایي، ډېری دغه پېښې په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي سپارښتنو نه مراعتولو او د کرونا واکسین نه کولو له امله ثبت شوی دي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله ساحل وایي چې په دې وروستیو ورځو کي پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.

هغه وویل، په تېرو درېیو اوونیو کې له ۴۳۷ معاینو څخه  ۳۷ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې دی چې له دې یوه میاشت مخکې د کرونا ۱۰ پېښې ثبت شوې وې.

نوموړي زیاته کړه، که خلک روغتیایي سپارښتنې رعایت نه کړي، ښایي پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شي.

هغه زیاته کړه: «په تېرو درېیو اوونیو کې د پي سي ار له ۴۳۷ ټسټونو له جملې ۳۷ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي، دا ډېر شمېر دی، د اختر په ورځو کې باید روغتیایي سپارښتنې رعایت شي او عامه پوهاوی دې ډېر شي.»

د کرونا د درملنې په روغتون کې یوه ډاکټر محمد شفیق صادق پر دغه ویروس د اخته کېدو د زیاتوالي لامل د روغتیایي سپارښتنو نه رعایتول او د کرونا واکسین نه کول بولي.

هغه زیاته : «په دې ورځو کې د تېرو ورځو په پرتله  مثبتې پېښې ډېرې شوې دي او ډېری خلک چې په دې ناروغۍ اخته شوي، د اطرافو اوسېدونکي دي، لامل یې دا دی چې خلک روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي، موږ له ټولو وطنوالو غواړو چې واکسین تر لاسه کړي څو یاده وژونکې ناروغي له منځه لاړه شي.»

په دغه حال کې، د کندوز په کووېډ-۱۹ روغتون کې د کرونا ناروغان چې تر درملنې لاندې دي، وایي چې د روغتیایي سپارښتنو نه رعایتول، روغتیایي خدماتو نه لاسرسی او د واکسین نه کول د دې لامل شوی چې دوی پر کرونا اخته شي.

پر کرونا اخته شوی کس توکل لودین وایي: «زه چې په کرونا اخته شوی یم علت یې دا دی چې واکسین مې نه دی کړی، له ټولو خلکو غواړم چې واکسین وکړي، دا یوه ډېره خطرناکه ناروغي ده.»

اوسمهال د کندوز د کووېډ-۱۹ روغتون د ۳۰ ناروغانو د بستر ګنجایش لري او د کندوز ترڅنګ له ګاونډ ولایتونو هم خلک ورته مراجعه کوي.

روغتیایي مسوولین وایي، روغتیايي امکانات یې د دغه ویروس د پېښو کچې لوړېډو په صورت کې بسنه نه کوي.

Visits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.