ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازادو سیالیو افغان اتل خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

د ازادو سیالیو افغان اتل خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

author avatar
16 Jul 2022 - 03:52
د ازادو سیالیو افغان اتل خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه
author avatar
16 Jul 2022 - 03:52

 

اټلانټا (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د سوک‌وهنې د ازادو سیالیو افغان اتل احمدولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه.

د «ای ایم سي فایټ نایټ» سازمان دا سیالي د افغانستان پر وخت تېر ماسخوتن د روسیې په کراسنودار ښار کې ترسره شوه.

احمدولي هوتک تر لوبې مخکې پخپل فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي و چې بشپړ چمتووالی یې نیولی او په بې صبرۍ ورته انتظار کوي.

دا په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته د احمد‌ولي هوتک لومړنۍ نړۍواله سیالي وه چې په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

هوتک تر لوبې وروسته ویلي: «ما بشپړ تمرینات کړي وو او دا مې هیله وه چې ګران هېواد ته دا ویاړ راوړم.»

احمد‌ولي هوتک د ازادو مبارزو مشهور افغان لوبغاړی دی چې له دې مخکې يې هم په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې یې بریا خپله کړې ده.

Visits: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.