ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د کرونا ناروغانو د درملنې مرکز پرانیستل شو

لوګر کې د کرونا ناروغانو د درملنې مرکز پرانیستل شو

author avatar
18 Jul 2022 - 17:51
لوګر کې د کرونا ناروغانو د درملنې مرکز پرانیستل شو
author avatar
18 Jul 2022 - 17:51

پل علم (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF له خوا د لوګر په مرکز پل‌علم کې د نایب امین‌الله خان لوګري په ۳۰۰ بستریز روغتون کې د کرونا ناروغانو د درملنې ځانګړی مرکز پرانیستل شو.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو مسوول سید جعفر سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرونا ناروغانو د درملنې دغه مرکز ۶ بسترونه لري چې په ټولو طبي وسایلو سنبال دی او ۲۴ ساعته خدمات به وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، په دې ورستیو کې په یاد ولایت کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او په تېرو شپږو میاشتو کې له شاوخوا ۳۵۰۰ مشکوکو ناروغانو څخه یې ۶۷۵ کسانو د معایناتو پایلې مثبتې راغلې دي.

 دی زیاتوي: «په لوګر کې د کرونا ناروغانو د مثبتو پېښو له زیاتېدو وروسته د یونسیف له خوا په مرکز پل علم کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی مرکز پرانیستل شو، دغه روغتیايي مرکز ۶ بستره او ۲۲ روغتیايي کارکوونکي لري او ۲۴ ساعته به ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.»

د لوګر مرستیال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین د دغه روغتیايي مرکز د پرانیستې په غونډه کې وویل، د کرونا ډېرو مثبتو پېښو ته په کتو اړتیا وه چې داسې یو روغتیايي مرکز پرانیستل شي.

هغه د لوګر له عامې روغتیا ریاست څخه وغوښتل چې له یاد روغتیايي مرکز څخه وخت پر وخت لیدنه وکړي او د ناروغانو اړتیاوې په خپل وخت پوره کړي.

خلک هم د یونیسف له خوا په دغه ولایت کې د کرونا ناروغانو د درملنې د ځانګړي مرکز جوړول مثبت ګام بولي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي عبدالروف پژواک خبري اژانس ته وویل، نور به اړ نه وي چې د کرونا ناروغۍ د معایناتو او درملنې لپاره پلازمینې کابل او یا هم نورو ګاونډیو ولایتونو ته لاړ شي.

خو هغه په دې برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو او د مسلکي کسانو د ګومارلو غوښتنه وکړه.

د یادونې ده چې تېر کال هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا د نایب امین‌الله خان په ۳۰۰ بستریز روغتون کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره ۵۰ بستریز مرکز پرانیستل شوی و چې له درېیو میاشتو فعالیت وروسته د اقتصادي ستونزو له امله بېرته وتړل شو.

Visits: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.