ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي محکمې مسجد نبوي ته د سپکاوي په جرم شپږ پاکستانیان په بند محکوم کړل

سعودي محکمې مسجد نبوي ته د سپکاوي په جرم شپږ پاکستانیان په بند محکوم کړل

author avatar
5 Aug 2022 - 04:28
سعودي محکمې مسجد نبوي ته د سپکاوي په جرم شپږ پاکستانیان په بند محکوم کړل
author avatar
5 Aug 2022 - 04:28

اټلانټا (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱): په مدینه منوره کې مسجد نبوي ته د سپکاوي له امله د سعودي عربستان یوې محکمې شپږو تنو پاکستانیانو ته د بند سزا اورولې ده.

د تېرې روژې میاشتې پر مهال کله چې د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف له یوه پلاوي سره مدینه منوره کې مسجد نبوي ته ولاړ، نو د عمران خان په مشرۍ د هغه سیاسي مخالفینو په مسجد کې دننه د هغه پر ضد نارې ووهلې او پر ځینو غړو یې ګوزارونه هم کړي وو.

د سعودي حکومت د قانون له مخې په حرمینو الشریفینو کې هر ډول سیاسي فعالیت سخت جرم ګڼل کېږي او مرتکبینو ته یې سزا ورکول کېږي.

د پاکستان جیو تلویزیون خبر ورکړی چې د سعودي عربستان یوې محکمې تر څو میاشتو بحثونو وروسته پر شپږو پاکستانیو وګړو یاد جرم ثابت کړ او ورته یې سزا واوروله.

د راپور له مخې، درېیو پاکستانیانو ته د لسو، لسو کلونو، درېیو نورو ته د اتو اتو کلو بند سزا اورول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې محکمې یاد کسان په ۲۰ ، ۲۰ زره ریالو جرمانې هم محکوم کړي دي.

Visits: 2717

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.