ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو: سریلانکا هم هند ته ماتې ورکړه

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو: سریلانکا هم هند ته ماتې ورکړه

author avatar
7 Sep 2022 - 01:56
د کرکټ اسیا جام دویم پړاو: سریلانکا هم هند ته ماتې ورکړه
author avatar
7 Sep 2022 - 01:56

اټلانټا (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د شل اووریز کرکټ اسیا جام سیالیو دویم پړاو یوه لوبه کې سریلانکا هم هند ته ماتې ورکړه.

دا سیالۍ چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، د دویم پړاو د دې مهمې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د هندوستان لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ‍‍۱۷۴ منډو هدف ورکړ.

د هند له لوري روهیت شرما ۷۲ او یادف ۳۴ منډې جوړې کړې او د سریلانکا له لوري مدوشانکا ۳، کلورتني او شناکا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا لوبډلې یاد هدف له یوې په زړه‌پورې سیالۍ وروسته د شلم اوور په پنځم توپ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله. د دوی له لوري مینډس ۵۷ او نسانکا ۵۲ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا شناکا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

له دې مخکې د دویم پړاو سیالیو په لړ کې پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه.

Visits: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.