ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په شاه‎جوی ولسوالۍ کې د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پيل شوې

د زابل په شاه‎جوی ولسوالۍ کې د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پيل شوې

author avatar
15 Oct 2022 - 16:31
د زابل په شاه‎جوی ولسوالۍ کې د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پيل شوې
author avatar
15 Oct 2022 - 16:31

کلات (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د زابل په شاه‌جوۍ ولسوالۍ کې د کرکټ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې د دغه ولایت د کرکټ مسوولینو او نورو چارواکو ګډون په کې کړی و.

د دغه ولایت د کرکټ بورډ ولایتي مسوول محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ د دې ولسوالۍ د ۸ غوره کرکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې لس ورځې به دوام ولري.

هغه زیاته کړه، دا سیالۍ د پولیو/ ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي اړوند د عامه پوهاوي او لوبو ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پيل شوې دي.

دی وايي، غواړي په دغه ولایت کې کرکټ وده وکړي او هم ځوانانو ته د سالمې بوختیا زمینه برابره شي.

د ده په وینا، دا مهال پر مرکز کلات او شاه جوۍ سربېره په ښار صفا، سیوري، شینکۍ، شملزو، خاک افغان، مېزانه او ارغنداب ولسوالیو کې هم د کرکټ څانګې لري او سلګونه ځوانان کرکټ کوي.

د شاه جوۍ ولسوالۍ د کرکټ مسوول حزب الله صادق پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالي کې د کرکټ ۵۰ لوبډلې شته چې ۳۰ یې له دوی سره په رسمي ډول ثبت دي.

هغه د کرکټ بورډ له مرکزي ادارې وغوښتل چې په دې ولسوالي کې دې د کرکټ معیاري لوبغالی جوړ کړي او لوبغاړو ته دې پاملرنه وکړي.

د دې ولسوالۍ د افغان اتلانو کرکټ لوبډلې کپټان شمس الله پژواک ته وویل، دا ډول سیالۍ ځوانان لوبو او ورزش ته هڅوي او له بې لاریو یې راګرځوي.

هغه له چارواکو، سوداګرو او ټولنو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د کرکټ د ودې لپاره د لوبغاړو مالي ملاتړ وکړي.

Visits: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.