ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې او عدالت په نوم نوي خوځښت په اړه بېلابېلې تبصرې

د سولې او عدالت په نوم نوي خوځښت په اړه بېلابېلې تبصرې

author avatar
16 Oct 2022 - 16:10
د سولې او عدالت په نوم نوي خوځښت په اړه بېلابېلې تبصرې
author avatar
16 Oct 2022 - 16:10

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): ځیني سیاستوال د سولې او عدالت په نوم بهر کې د نوي خوځښت پر جوړېدو نیوکې کوي وایي، دغه کسان یو ځل ازمویل شوي او د یو شمېر یې اوسنی شعار له مخکنیو کړنو سره په ټکر کې دی، خو ځیني بیا وایي، هر افغان حق لري چې سیاسي ډله جوړه کړي.

د افغانستان سرپرست حکومت بیا د یاد خوځښت په اړه وایي: «ازمویل شوې څېرې نور د خلکو په منځ کې ځای نه لري او هغوی په تېرو دوو لسیزو کې خلکو ته امتحان ورکړی دی.»

«د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت» تېره شپه په یوه پرلیکه ناسته کې د ډاکټر جلیل شمس په مشرۍ خپل شتون اعلان کړ.

هغوی وایي چې په دغه خوځښت کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر او د افغان سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي په ګډون، ۲۲۳ سیاسي او مدني څېرې برخه لري.

د دغې ناستې په اعلامیه کې پر ټولګډونه حکومت د ټینګار ترڅنګ راغلي چې دغه خوځښت هڅې کوي د افغانستان ستونزې د مذاکرې او مفاهمې له لارې حل شي.

په دې اړه د ځینو پخوانیو چارواکو په ګډون ځینو کسانو بېلابېلې تبصرې کړې دي.

په سیاسي چارو کې د پخواني ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د یاد خوځښت د غړو په نوملړ کې – چې له هېواده بهر راټول شوي او د یوه حرکت اعلان یې کړی – ډېرې د درناوي وړ دي، خو داسې کسان هم پکې شته چې د ورکړو شوو شعارونو برعکس یې په تېرو کلونو کې سیاستونه او دریځونه لرل.

هغه زیاتوي: «ایا همدوی نه وو چې د ملي‌امنیت شورا او د ملي امنیت ریاست اکثریت بودیجه یې د ملي یووالي‌ د له منځه وړلو لپاره مصرفوله؟ ایا همدوی نه وو چې په خواله رسنیو کې یې زرګونه کسان د افغانانو د تخریب او افغاني او اسلامي ‌ارزښتونو د پایمالېدو لپاره ګمارلي و؟ ایا همدوی نه وو چې امنیتي قواوې یې کمزورې کړې؟ ایا همدوی نه وو چې ولایتونه یې په لوی لاس سقوط کړل؟ ایا همدوی د زرګونو افغانانو د امنیتي دفاعي قواوو او ملکیانو د شهادت مسوول نه دي؟ ایا دوی نه ول چې له طالبانو سره د هر ډول سیاسي هوکړه‌لیک مخنیوی یې کاوه؟ ایا همدوی نه وو چې د دوحې مذاکرات یې په لوی لاس ناکام کړل؟ ایا همدوی نه وو چې بالاخره یې جمهوریت سقوط کړ؟ او نن د دنیا په ګوټ، ګوټ کې افغانان بې هویته او در په دره ګرځي.»

هغه وایي، پوهېږي چې په افغانستان کې لا سیاسي او مدني فعالیتونو ته اجازه نشته، لا هم د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه شته، ولس له ګڼو نورو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګریوان دی او سرپرست حکومت د ټولو اړخونو استازيتوب نه کوي، خو افغانان کولی شي له دې ګردابه ځان وباسي.

دی زیاتوي: «موږ کولی شو چې دلته د خپلو اساسي حقونو، د اولادونو د زده‌کړو او ښه راتلونکي لپاره له سرپرست حکومت سره بحثونه وکړو. خو، هغوی چې دا ولس یې پر دې برخلیک اخته کړی، نه د ملت او نه هم د جمهوریت استازیتوب کولی شي. لطفاً دوی دې هغه افغانانو چې په داخل او خارج کې په رښتونې معنی د هېواد د رغېدو لپاره هڅې او مبارزه کوي نه بدناموي. دوی د کوم ګران وطن خبره کوي‌ چې دوی دلته مېلمانه وو؟ او کورنیو یې په تېرو کلونو کې په خارج کې ارام ژوند درلود.»

ده همداراز لیکلي: «موږ ټول ملت ته ملامت یوو او د یوه افغان په توګه د ملت محاسبې ته اماده یم. حتا د سرپرست حکومت، چې شل کاله له موږ سره په مخالفت کې و، د هر ډول محاسبې او حساب لپاره ځان چمتو بولم. خو د ملت محاسبه د ځان لپاره ویاړ بولم. دا ښاغلي چې نن راټول دي، که زما پر دې خبرو شک لري هر ډول بحث او مناظره په ژوندۍ بڼه ورسره کولی شو او ملت حق لري چې په واقعیتونو پوه شي.»

خپلواک لیکلي، ژوند او مرګ په همدې وطن کې دی او له ولس سره به په ګډه د خپلو اساسي حقونو لپاره سوله‌ییزه مبارزه له همدغه ځایه کوي.

د تېر حکومت پرمهال د مالیې وزیر او په افغانستان کې د پاکستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال پر خپله ټوېټرپاڼه په یوه خپره شوې وېډیو کې د سولې او عدالت ملي خوځښت جوړېدو په اړه ویلي: «زما نظر منفي دی، خصوصاً هغه څېرې چې دلته یې امتحان ورکړی او هغوی فکتور د سقوط د نظام وو، هغوی دلته په دې یو کال کې را وړاندې شوي نه دي، ولس ته یې ځواب نه دی ویلي چې تاسو څه وکړل؟ ولې وتښتېدئ؟ لسګونو هغو کسانو چې د دوی په امر یې ځانونه له لاسه ورکړل، کورنۍ یې بدبخته ګرځي، هغوی ته یې لا ځواب نه دی ویلی. اوس بیا هم په داسې شکل لکه د بهرنیانو لپاره یې چې یوه پروژه جوړه کړې وي، یا د بهرنیو استخباراتو لپاره؛ ترڅو دوی مصروف وساتي، ترڅو دوی ته فنډ راشي، دا خلک اوس هم د خلکو سره نه شي مخ کېدای، په مرموزه توګه دلته کېنه، هلته کېنه، په یوه هوټل کې کېنه، دا د هوټل فنډ درته څوک درکوي.؟»

لیکوال محمد صافي بیا د یاد خوځښت د جوړښت په اړه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «ړوند یو ځل په موږوي غورځېږي، خو موږ پنځه څلویښت کاله وغورځېدو. دا خوځښتونه او حرکتونه نور په درد نه خوړل کېږي، پنځه څلویښتو کلونو کې یې هیڅ نتیجه ورنه کړه.»

ده لیکلي، اوسني واکمنان دې هم لږ له تعامل او توافق نه کار واخلي چې د ټول ولس جانان شي.

عبدالرحمن سلیم په نوم یوه کس بیا پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د افغانستان په فعلي شرایطو کې چې څوک لس نفره هم په یوه دسترخوان راټولولای شي او راټولوي، کور یې ودان او غله یې ډېره! خو مهرباني دې وکړي زموږ په ټولنه کې دې سالم رقابت له لارې خپلو موخو ته دې رسېدو هڅه وکړي، نه دا چې د ذهنیتونو د خرابولو له لارې خپل سیاسي اهداف تعقیب کړي. د نظام سقوط دلایل ټولو ته معلوم دي او ټول پوهېږي چې ملایان پر موږ چا او د کومو تعهداتو په اساس حاکم کړل. که غږېږئ، پر میکانیزم یې وغږېږئ چې څنګه در څخه بسته نظام اختطاف کړل شو او تاسې تر ننه چوپ یاست،  که نه پر راتلونکي وغږېږئ چې څه کولای شئ.»

سمیع‌الله غني لیکلي: «کله چې محمد حنیف اتمر وايي چې د جمهوريت د چارواکو نفاق او خودغرضي د دغه حکومت د ړنګېدو لامل شوی او ځان د دغو چارواکو له ډلې څخه بولي، نو ولې سولې او عدالت ملي غورځنګ په نوم یو حرکت جوړ کړي؟ د دې پر ځای ولې هڅه نه کوي چې ملي او نړيواله محکمه جوړه کړي چې د ځان په ګډون د جمهوري رياست ټول پخواني چارواکي محاکمه کړي؟ آیا پخواني … چارواکي، هغه کسان او شخصیتونه چې د سقوط او ناکام جمهوریت د ناکامۍ لامل ګرځېدلي د سولې او ملي پیوستون لامل کېدای شي؟»

دی زیاتوي، خبره ټوله د ملت سرته جوړه ده.

خو د پکتیا ولایت پخواني والي محمد حلیم فدایي بیا پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «د سولې او عدالت حرکت په اړه د اتمر دريځ واقعبینانه او ملي وو. د جمهوریت د سقوط درې عوامل او د حل لار یې معقولې/عملي دي. البته، مخکې له دې چې د دوحې په توافقنامه او یا له طالب سره ستونزه حل کړي، باید د اوسني بحران څخه ناراضه ټولو عمده سیاسیونو ترمنځ پر اجماع کار وکړئ.»

د پاکستان په چارو کې د مخکني ولسمشر سلاکار محمد عمر داودزی په دې اړه وایي: «هر افغان حق لری چې سیاسي فعالیت ولري او همدارنګه هر افغان حق لري چې د سیاسي فعالیت د موثریت په موخه سیاسي ډله جوړه کړي. »

د هغه په وینا، په دې اړه ورسره د محمد حنیف اتمر له لوري څو ځله مشوره شوې وه خو د مختلفو وجوهاتو له امله د دغه حرکت غړی نه دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د یاد خوځښت د رامنځته کېدو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ازمویل شوې څېرې نور د خلکو په منځ کې ځای نه لري او دوی په تېرو دوو لسیزو کې خلکو ته امتحان ورکړی دی.

هغه وویل: «یادو کسانو په تېرو شلونو کلونو کې د هېواد ملي ګټې او د خلکو حقونه د اشغال لمن ته غورځولې وې.»

Visits: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.