ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز اوسېدونکي دغه ولایت کې د ویجاړو شوو ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه کوي

د کندوز اوسېدونکي دغه ولایت کې د ویجاړو شوو ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه کوي

author avatar
25 Oct 2022 - 17:21
د کندوز اوسېدونکي دغه ولایت کې د ویجاړو شوو ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه کوي
author avatar
25 Oct 2022 - 17:21

کندوز (پژواک، ٣ لړم ۱۴۰۱): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي او د ښوونځيو مسوولين په دغه ولايت کې د ويجاړو شوو ښوونځيو د بيارغونې او زده‌کوونکو ته د درسي کتابونو د وېش غوښتنه کوي.

په ورته مهال، د کندوز ولایت د پوهنې ریاست مسوولین د دغو ستونزو پر هواري ټینګار کوي.

عیسی‌خان د کندوز ولایت د علي‌اباد ولسوالۍ د یوه لومړني ښوونځي سرښوونکی دی.

هغه وايي، دغه ښوونځی د علي‌اباد ولسوالۍ له مرکزه ‎۶ کيلومتره واټن او ۱۸۰ زده‌کوونکي لري.

عیسی خان وايي، د اداري کارکوونکو او ښوونکو په ګډون د دغه ښوونځي تشکیل ۱۰ کسان دي، خو اوس یې د ټولو برخو چارې د ده او یو بل کس له خوا پرمخ وړل کېږي چې د تدریس لپاره هېڅ ښوونکی نه لري.

هغه وايي: «له پنځو مضمونونو یوازې یو پوره مضمون لرو، میزونه نشته، ودانۍ نشته، د څښاک پاکې اوبه نشته، احاطه نشته، تشکیل نشته، له ۱۰‎ کسانو تشکیل څخه یوازې دوه کارکوونکي لرو، هم درس ورکوو او هم یې اداري کارونه پر مخ وړو.»

دا یوازې یاد ښوونځی نه دی چې د درسي امکاناتو لکه درسي توکو، ودانۍ او ښووونکو له نشتوالي سره مخ دی، بلکې نور ښوونځي هم له ورته ننګونو سره مخ دي.

د خان‌اباد ولسوالۍ د چهارسری ښوونځي ښوونکی حبیب‌الله حقمل وايي :«کتابونه نه لرو، له څو کلونو راهیسې مو کتابونه نه درلودل، خلک بېوزله دي، خپلو اولادونو ته د کتاب او کتابچې اخیستو توان نه لري، ښوونځی ډېر خراب دی، دلته جګړې شوې، په دغه ښوونځي کې یو بېز و، حکومت او موسسو غواړو چې له موږ سره همکاري وکړي.»

د کندوز مسوولین هم له چارواکو غواړي څو په دغه ولایت کې د ښوونځیو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د خان‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله وايي چې په دغه ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي احاطه او ودانۍ نه لري.

هغه وايي: «ښوونکي مو کم دي، ‎درسي کتابونه مو کم دي، مېزونه او څوکۍ نشته، ستونزې ډېرې دي، حکومت یې باید حل کړي.»

په همدې حال کې، د کندوز د اسلامي زده‌کړو امر او د پوهنې ریاست سرپرست غلام ‌رسول حقاني د دغو ننګونو پر هواري ټینګار کوي.

هغه وویل: «د اوسني نظام په راتګ سره په ډېرو سیمو کې د ښوونځیو د بیارغونې چارې روانې دي، په دې برخه کې موسسې له موږ سره همکاري کوي، اسلامي امارت د کتابونو د نشتوالي ستونزې ته هم پاملرنه کوي، د کتابونو د کمښت ستونزه به راتلونکی کال هواره شي، د وري له میاشتې د ښوونکو د ګومارنې لړۍ روانه ده او په راتلونکي کې به د ښوونکو ستونزې هم  حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کلونو کې د جګړو له امله په کندوز کې يو شمېر ښوونځي زيانمن شوي او ګڼ شمېر ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې شوي دي.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.