ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک: تر دوو میاشتو به هېواد ته نوي بانک‌نوټونه راورسېږي

د افغانستان بانک: تر دوو میاشتو به هېواد ته نوي بانک‌نوټونه راورسېږي

author avatar
10 Mar 2023 - 23:59
د افغانستان بانک: تر دوو میاشتو به هېواد ته نوي بانک‌نوټونه راورسېږي
author avatar
10 Mar 2023 - 23:59

اټلانټا (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، په فرانسه کې چاپ شوي د افغانیو نوي بانک‌نوټونه به د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې افغانستان ته را ورسېږي.

د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس شاه‌محمود محرابي د کب په ۱۹مه طلوع‌نیوز ته ویلي، دغه پیسې د یوه فرانسوي شرکت له لوري چاپ شوې او دا لړۍ به په راتلونکو میاشتو کې هم دوام ولري.

هغه زیاته کړې: «فرانسوي شرکت ژمنه کړې چې د نوو افغانیو لومړۍ بسته به د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې افغانستان ته وسپاري او پاتې نور به یې د روان کال په وروستیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته سپاري.»

له دې سره سم، د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، ډېری ۵۰۰ او زرګون بانک‌نوټونه زاړه شوي او په وینا یې چې دغه وضعیت صرافان له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک وايي: «له بده‌مرغه په وروستیو وختونو کې د افغانۍ په بانک‌نوټونو کې زوړوالی خورا ډېر لېدل کېږي. یوازې په شهزاده مارکېټ کې نه، بلکې د افغانستان له نورو مارکېټونو څخه هم موږ ته شکایت راځي.»

بلخوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، نوې چاپ شوې افغانۍ تر اوسه د خلکو په واک کې نه ‌دي ورکړل شوې او له افغانستان بانکه غواړي چې نوي بانک نوټونه بازارونو ته وباسي.

د کابل اوسېدونکی غلام ماجدالدین وايي: «نوې چاپ شوې پیسې چې راغلې، باید خلکو ته ورکړل شي، باید تر اخره په بانکونو کې پاتې نه‌شي؛ د همدې لپاره چاپ شوې چې خلک ترې ګټه پورته کړي.»

تر دې مخکې د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس ویلي وو، د یوه نیم مېلیارد په ارزښت نوې افغانۍ چې د یوه پولېنډي شرکت له لوري چاپ شوې، افغانستان ته لېږدول شوې دي.

د یادونې ده، پنځه میاشتې مخکې شاوخوا دوه‌نیم میلیارد افغاني بانک‌نوټونه هېواد ته رسېدلي وو.

Visits: 917

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.