ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د کابل ښار قصابان له ټاکلې نرخپاڼې په لوړه بیه غوښه پلوري

 د کابل ښار قصابان له ټاکلې نرخپاڼې په لوړه بیه غوښه پلوري

author avatar
29 Mar 2023 - 19:51
 د کابل ښار قصابان له ټاکلې نرخپاڼې په لوړه بیه غوښه پلوري
author avatar
29 Mar 2023 - 19:51

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د پژواک موندنې ښيي چې د کابل ښار قصابان غوښه د کابل ښاروالۍ له خوا ورته له ټاکلې نرخپاڼې څخه په ۷ سلنه لوړه بیه پلوري.

د کابل ښاروالۍ په مشرۍ د بیو د کنټرول کمېسیون اووه ورځې مخکې قصابانو ته نرخپاڼې وېشلې دي.

په یاده نرخپاڼه کې د یوه کیلوګرام پسه غوښې بیه ۴۵۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام خوسي غوښې بیه ۴۲۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام غويي غوښې بیه ۳۵۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام غويي سرخي غوښې بیه ۴۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.


پژواک خبري اژانس په کابل ښار کې له څو قصابیو لیدنه کړې او د غوښې د پلور بیه یې ترلاسه کړې ده.

د پژواک موندنې ښيي چې قصابان د کابل ښاروالۍ د نرخپاڼې خلاف یو کیلوګرام پسه غوښه په ۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام خوسي غوښه په ۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام د غویي هډوکي لرونکې غوښه ۴۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام د غویي سرخي غوښه په ۵۰۰ افغانۍ پلوري.

خو قصابان وايي، غوښه ځکه په لوړه بیه پلوري چې ښاروالۍ په نرخپاڼه کې ټیټه بیه ټاکلې، د څارويو بیه د کابل ښار د کمپنۍ سیمې په ګنج کې لوړه ده او دوی په دې نرخ کې تاوان کوي.

د ښاریانو شکایتونه

د کابل ښار د درېیم مکروريان اوسېدونکې بي‌بي راحله د کابل ښاروالۍ له لوري له ورکړل شوې نرخپاڼې خلاف د غوښې بیې له لوړوالي شکایت کوي او وايي: «نن یوې قصابۍ ته ولاړم، د ښاروالۍ نرخپاڼې ته مې پام شو، خو د غوښې بیه د نرخپاڼې په پرتله لوړه وه، کله چې ما له قصاب څخه د علت پوښتنه وکړه، هغه وویل چې ښاروالۍ غلطې بیې ټاکلې او موږ تاوان کوو.»

نوموړې له کابل ښاروالۍ څخه غواړي چې قصابیانې په جدي توګه کنټرول کړي، له سرغړوونکو سره دې قانوني چلند وشي څو په راتلونکي کې د نرخپاڼې خلاف عمل و نه‌کړي.

په ورته وخت کې، د کابل د تايمني اوسېدونکى احمدسير نبي‌زاده هم وايي، قصابان د نرخپاڼې خلاف غوښه پلوري.

هغه وايي: «د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوې نرخنامه ډېره ښه ده خو نه پلې کېږي، کله چې نرخپاڼې ټاکل کېږي نو باید څارنه هم وشي.»

خو قصابان وايي چې څاروي په لوړه بیه پېري او که غوښه له نرخپاڼې سره سم وپلوري نو تاوان کوي.

د کابل د شهرنو په قصابۍ کوڅه کې یوه قصاب ګلاب‌شاه وویل، په نرخپاڼه کې بیې داسې ټاکل شوې چې که قصابان د هغې پر اساس غوښه وپلوري نو تاوان کوي.

نوموړي پر یادې نرخپاڼې نیوکه وکړه او ویې ویل: «هیڅ راضي نه یو چې نرخپاڼه یې راکړې، کاش د کابل ښاروالۍ له څو قصابانو سره لاړه شي او له ګنج څخه مال واخلي او بیا نرخ وټاکي.»

هغه د روژې په مبارکه میاشت کې د دوی د خرڅلاو کمېدو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: «یو وخت مو له ۳۰ تر ۴۰ غويي حلالول، اوس ۵ یا ۶ حلالوو، همدومره کوو چې روژه ده او ورځ تېره شي.»

په ورته وخت کې، په کابل ښار کې د قصابانو استازي قیس غفاري وویل: «څو ورځې وړاندې موږ ته د کابل ښاروالۍ له خوا اطلاعیه راغله چې تاسو د قانون او نرخپاڼې پر اساس غوښه وپلورئ، خو دغه کار زموږ په اند ښه نه و.»

نوموړي نرخپاڼه د قصابانو په تاوان یاده کړه او ویې ویل، کله چې نرخپاڼه ټاکل کېږي، ښاروالي باید یو پلاوی وټاکي او له قصابانو سره نقاش ته ورشي او د څارویو د بیې له ارزولو وروسته نرخپاڼه وټاکي.

هغه وویل، یاده نوې نرخپاڼه چې کابل ښاروالۍ د روژې مبارکې میاشتې په پیل کې هغوی ته سپارلې، د قصابانو په تاوان ده؛ له همدې امله په وروستیو ورځو کې کابل ښار کې څو قصابانو خپل دوکانونه تړلي دي.

خو د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نرخپاڼه تل د کابل ښاروالۍ په مشرۍ د احتکار مخنیوي او بیو کنټرول کمېسیون له خوا ټاکل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت، د سوداګرۍ وزارت، لوی څارنوالۍ، د صنعت او سوداګرۍ خونې او د صنفي اتحادیو استازي یې هم غړي وي.

نوموړی وایي، د نرخپاڼې ټاکلو پر مهال ټول مسایل لکه مالیه، د ترانسپورټ بیه، ګودام او د قصاب ګټه محاسبه او سنجول کېږي.

بارکزي وویل، د هغوی د کنټرول او ارزونې ټیمونه هره ورځ د کابل ښار بېلابېلو ناحیو ته ورځي او بیې کنټرولوي؛ له نرخپاڼې سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

Visits: 65

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.