ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي اوسېدونکي: حکومت دې پاتې نیمه‌کاره پروژې بشپړې کړي

د دایکنډي اوسېدونکي: حکومت دې پاتې نیمه‌کاره پروژې بشپړې کړي

author avatar
17 Apr 2023 - 12:42
د دایکنډي اوسېدونکي: حکومت دې پاتې نیمه‌کاره پروژې بشپړې کړي
author avatar
17 Apr 2023 - 12:42

نیلي (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت پرمختیا او زیربناوو ته پاملرنه نه ده شوې او ځینې مهمې پروژې په کې نیمګړې پاتې دي.

دوی له حکومته غواړي چې نیمګړې پروژې بشپړې او نورې پراختیايي پروژې هم پیل کړي.

خو د دایکنډي ځايي مسوولین وايي، په روان کال کې به د پاتې نیمګړو پروژو کار پيل شي.

د دایکنډي یوه اوسېدونکي نازمحمد پژواک خبری اژانس ته وویل، په تېر حکومت کې د دایکنډی خلک له پامه غورځول شوي وو او په دغه ولایت کې هیڅ کوم بنسټیز او زیربنایي کار ونه شو.

هغه وویل، په دغه ولایت کې د سړکونو خرابوالي له امله ترافیکي پېښې ډېرې کېږي، د خلکو غوښتنه دا وه چې دا سړکونه جوړ شي، خو په تېر حکومت کې د هغوی دې غوښتنې ته هیڅ پام ونه شو.

هغه زیاته کړه، د نیلي ښار او نیلي- بامیان سړک پخولو چارې چې له څو کاله عدالت غوښتنې وروسته پیل شوې وې، هم نیمګړې پاتې دي.

نوموړي وویل، که د دغه سړک کارونه بشپړ شي، د تګ راتګ په برخه کې به د خلکو لویه ستونزه هواره شي.

نوموړی له حکومته غواړي چې دغې پروژې ته لومړیتوب ورکړي او ژر تر ژره یې کار پیل کړي.

د دایکنډي یو بل اوسېدونکی توفیق وايي چې د نیلي ښار دننه د پاتې نیمه‌کاره سړک په لیدو ډېر ځورېږي؛ ځکه د ده په وینا، تېر حکومت د دغو خلکو لپاره یوه مهمه پروژه هم نه ده پلې کړې.

هغه وایي، اسلامي امارت باید د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه او رسېدنه ورته وکړي.

هغه څرګندوي چې دا پروژه د دایکنډي د خلکو له مهمو اړتیاوو ده او باید ورته پاملرنه وشي.

دغه راز د دایکنډي د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، تر اوسه یې د نابشپړو پروژو د کار پیل لپاره رسمي مکتوب نه دی ترلاسه کړی؛ خو وايي چې ټول قراردادونه په ټولګټو وزارت کې ترسره کېږي او ښایي د یاد وزارت مسوولین په جریان کې نه وي.

د دایکنډي د ټولګټو سرپرست رییس لعل محمد یوسفي وویل چې د نیلي ښار دننه د نږدې ۹ کیلومتر سړک پخولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د نیلي – بامیان عمومي لار شاوخوا ۲۰ کیلومتره پخه شوې وه.

هغه زیاتوي، د یادو پروژو قرارداد په پلازمېنه کابل کې ترسره کېږي او دوی د یادو پروژو د کار د پیل په اړه معلومات نه لري.

بل‌پلو، دایکنډي کې هم د سړک جوړولو او ساختماني خصوصي شرکتونه وایي، د پراختیايي پروژو نشتوالي له امله له سقوط سره مخ دي.

د حجت سړک جوړولو او ساختماني شرکت مسوول انجینر انور وویل چې د پراختیايي پروژو نه شتون له امله یې خپل دفتر تړلی دی.

هغه زیاته کړه: «تر ټولو ډېر زیان خصوصي شرکتونو لیدلی؛ زموږ پیسې بندې دي، شرکتونه قرضداره شوي، د یادو شرکتونو مسوولینو ان خپل کورونه خرڅ کړل، خو بیا یې هم ونه شو کولای خپل قرض خلاص کړي.»

هغه له حکومته غواړي چې د خصوصي شرکتونو پیسې ورکړي.

خو د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور رییس سید مصطفی صالح د نیمه پاتې پروژو د کار بېرته پیلېدو خبر ورکوي او وایي چې حکومت کلکه پرېکړه کړې څو دا پروژې بشپړې کړي.

هغه زیاته کړه، نیمه پاتې پروژې چې کار یې له ۸۰ سلنه ډېر مخې ته تللی، ډېر ژر به بشپړې شي او هغه پروژې چې کار یې ۵۰ سلنه شوی، په ترتیب سره به بشپړې شي.

هغه دغه راز وایي، ځایي اداره به د خصوصي شرکتونو قسطونو ورکولو لپاره اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه، هیله‌من دی چې یاد قرضونه ډېر ژر ورکړل شي.

نوموړي د نوو پرمختیايي پروژو پیلېدو په اړه د دایکنډي خلکو غوښتنو ته په پام زیاته کړه چې هر ولایت په پرمختیايي بودجه کې برخه لري او په روان کال کې به نوې پروژې پیل شي.

دایکنډي یو غرنی ولایت دی چې د اوسېدونکو په اند یې د پرمختګ او زیربناوو برخه کې یاد ولایت ته چندان پام نه دی شوی.

Visits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.