ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ډاکترانو له لوري شفري نسخې لیکل د طبابت اخلاقو خلاف کار دی»

«د ډاکترانو له لوري شفري نسخې لیکل د طبابت اخلاقو خلاف کار دی»

author avatar
22 Apr 2023 - 11:23
«د ډاکترانو له لوري شفري نسخې لیکل د طبابت اخلاقو خلاف کار دی»
author avatar
22 Apr 2023 - 11:23

کابل (پژواک، ۲ غويي ۱۴۰۲): د یو شمېر ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو لیکل له کلونو راهیسې پاتې ستونزه ده چې هېوادوال یې په اړه تل شکایت کوي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې دا ستونزه له مخکې هم وه او هېوادوال وايي چې ځیني ډاکټران له درملتونو او لابراتوارونو سره اړیکه او شراکت لري.

خلک: د شفري نسخو لیکل ډېر دي، یو یا دوه ډاکټران دا کار نه کوي، خو ډېری بیا شفري نسخې لیکي.

د کابل ښار کوټه‎سنګي سیمې اوسېدونکی شېرعلي حسیني د معدې ناروغي لري او په خوشحال خان کې د یوه داخله ډاکټر تر درمنله لاندې دی.

هغه چې له څو کلونو راهیسې د یاد ډاکټر (چې نوم یې نه اخلي) تر درملنې لاندې دی، وویل: «زه د همدغه ډاکټر تر درمنلې لاندې یم، درمل یې ډېره ګټه راته کوي خو بدي یې دا ده چې له معاینه‌خونې نږدې درملتون سره شراکت یا اړیکه لري او تل هغه درمل چې راکوي یې، یوازې په هماغه درملتون کې چې اړیکه ورسره لري، پیدا کېږي.»

هغه زیاتوي چې د یاد ډاکټر نسخه یې څو درملتونونو ته وړې، خو په لوستلو یې نه دي توانېدلي.

په ورته مهال، د کابل ښار بل اوسېدونکی طاهر صمیم وايي: «د ځان دردۍ له امله د دشت برچي په قلعه‌نو کې د یوه ډاکټر معاینه‌خانې ته ورغلم، دغه ډاکتر خپله نسخه داسې لیکلې وه چې څو درملتونونو ونه شو کولای ویې لولي، بېرته مجبور شوم څو د هغه خپل درملتون ته یې یوسم.»

د هغه په خبره، هغه درمل چې له دغه درملتونه یې پېرلي، د نورو درملتونونو په نسبت یې نږدې ۱۰۰ افغانۍ توپير درلود.

هغه چې د ډاکتر نوم یې په ډاګه نه وویل: «دا ستونزه زیاته ده، یو دا دوه ډاکتران دا کار نه کوي، بلکه د ډېری ډاکترانو عادت دی.»

یادو دواړو سرچینو په دې اړه د مسوولینو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د رمزي نسخو په تړاو په ټولنیزو پاڼو کې مطرح شوي شکایتونه

د «صحت برای همه» په نوم فېسبوک پاڼې د یوې نسخې کاپي خپره کړې او په دې پوسټ کې راغلي: «یو چار رالېږلې او ویلې یې دي چې د ډاکټر د څنګ له درملتو پرته دغه نسخه مې چې بل هر درملتون ته وړې، په لوستلو یې نه دي توانېدلي، تاسو پوهېږئ چې په په دې نسخه کې کوم درمل لیکل شوي؟»

په دغه پوسټ کې راغلي: «کاشکي پر دې ډول نسخو هم ‎ بندیز ولګول شي او د سرغړونې په صورت کې ډاکټر جریمه ‎او یا یې معاینه‌خانه وتړل شي.»

د یادې فېسبوک‌پاڼې مسوول سطان‌محمد د مسینجر له لارې پژواک ته وویل: «د ورځې زیات خلک د رمزي نسخو کاپي موږ ته را استوي چې درمل یې یوازې له اړوند درملتونه ترلاسه کېدای شي چې ډاکتر اړیکه ورسره لري؛ ځکه ډاکټر نسخه داسې لیکي چې پرته له اړوند درملتونه چې دی یې ادرس ورکوي بل څوک یې نه شي لوستلای.»

نوموړي ادعا وکړه: «د درملو ځیني توریدي او تولیدي شرکتونه ډاکټرانو ته درمل په فیصدۍ ورکوي او د ځینو ډاکټرانو درملتونونه خپل وي او دا کار کوي.»

هغه د شفري نسخو درې کاپۍ چې ځینو کسانو دوی استولې وې، له پژواک اژنس سره شریکې کړې.

شفري نسخو د ځینو درملو پلورونکو شکایتونه هم راپورته کړي دي

د کابل ښار په کوټه‌سنګي سیمه کې یوه درمل پلورونکي، ډاکټر محمدنعیم وویل: «هغه نسخې چې نه لوستل کېږي او یا  شفري لیکل کېږي، له بده مرغه موجودې دي او موږ په خپل کار کې هره ورځ له دا ډول نسخو سره مخ کېږو، و ورځې شاوخوا ۵۰ رمزي نسخې موږ ته راوړل کېږي.»

نوموړي د ځینو ډاکترانو له لوري د دې ډول نسخې لیکل له مسلکه ناوړه ګټه اخیستنه وبلله.

په ورته مهال، په کارته پروان سیمه کې بل درمل پلورونکي محمدزبیر وویل: «د ورځې تر لسو شفري نسخې موږ ته راوړل کېږي، دا ډول ډاکټران یا له درملتون سره اړیکه لري یا دا چې درملتون یې خپل وي.»

هغه دا کار ناسم وباله او د عامې روغتیا له مسوولینو غواړي چې مخنیوی یې وکړي.

د طب برخې یو پوه: شفري نسخې لیکل د طبابت اخلاقو خلاف کار دی

د کابل د طبي پوهنتون د عدلي طب استاد ډاکتر عبدالمنان پیغام وايي، د رمزي نسخو لیکل له مسلکه ناوړه استفاده او د طبابت د اخلاقو خلاف عمل دی.

د هغه په خبره، د یادې ستونزې مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت له لوري یوه طبي شورا جوړه شوې څو د دا ډول سرغړونو مخه ونیسي.

عامې روغتیا وزارت: له سرغړونو سره قانوني چلند کېږي

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وویل: «له ډېری معاینه خانو سره چې خلکو ته یې شفري نسخې ورکړې، قانوني چلند شوی او معاینه خانې یې د ۷ ورځو لپاره تړل‌کېږي.»

هغه له خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته وکړي او که کوم ډاکټر دا ډول نسخه لیکي، خلک باید د دغه وزارت د قوانینو او څېړنې ریاست ته شکایت وکړي څو د مسوولینو له لوري وڅېړل شي.»

Visits: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.