اټلانټا (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲) د امریکا سويلي ایالت ټکزاس په یوه مغازه کې د ډزو له امله نهه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د ټکزاس ایالت د ډلاس ښار په یوه مغازه کې شوې ده.
ځایي پولیسو ویلي، یوه کس چې وسله یې درلوده، په مغازه کې یې پر خلکو ډزې کړې، اووه کسان یې ځای پر ځای وژلي او دوو نورو روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
د ډلاس ښار د پولیسو مشر د ورځې ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه راز اووه نور کسان ټپیان دي چې د څلورو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د راپورونو له مخې، بریدګر هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.
د امریکا غږ د خبر له مخې، ځایي پولیسو ویلي چې د پیښې په اړه جدي پلټنې روانې دي او له خلکو یې غوښتي چې د پېښې ځای ته تر بل خبرداري پورې نه ورځي.
د ټکزاس والي ګریګ اباټ دا پېښه «د کرکې وړ غمیزه» بللې او په یوې اعلامیه کې یې ویلي چې له سیمهییزو چارواکو سره د هر ډول مرستې لپاره ایالت چمتو دی.
د یادونې ده، په امریکا کې د ډزو پېښې په دې وروستیو کې ډېرې شوې دي.
ځایي سرچینو ویلي، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په امریکا کې د ورته بریدونو ۱۹۸ پېښې شوې چې پکې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
له دې پیښې یوازې یوه اونۍ مخکې د ټکزاس ایالت په کلیولینډ کې په یو کور کې په ډزو د یو اته کلن ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل شوي وو.
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن