ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته روانه شوه

د کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته روانه شوه

author avatar
22 May 2023 - 17:32
د کرکټ ملي لوبډله سريلانکا ته روانه شوه
author avatar
22 May 2023 - 17:32

کابل (پژواک، د غبرګولۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو په موخه نن دغه هېواد ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکې درې یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په موخه نن دغه هېواد ته وخوځېده.

سرچینه وایي، د یادو سیالیو له پیل مخکې به ملي لوبډله هلته د یوې اونۍ لپاره تمرینات هم ترسره کړي.

خو کرکټ بورډ نه دي ويلي چې په دې لوبډله کې د افغانستان له لوري کوم لوبغاړي شامل دي.

ټاکل شوې د افغانستان او سريلانکا ترمنځ دغه سيالۍ د جون مياشتې په دويمه، څلورمه او اوومه نېټو ترسره شي.

د يادونې ده، د افغان کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي لکه راشد خان، رحمان‌الله ګربز، نوراحمد لکڼوال، نوين‌الحق او فضل‌الحق فاروقي دا مهال د هندوستان په اى‌پي‌اېل سياليو کې بوخت دي.

 

Visits: 246

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.