ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

author avatar
2 Jun 2023 - 18:32
افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه
author avatar
2 Jun 2023 - 18:32

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): افغانستان سریلانکا ته د خپل سفر په لومړي یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې دغه هېواد ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

دا لوبه چې نن (د غبرګولي ۱۲مه) د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې وشوه، پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبغاړو ښه پیل ونه کړ او په شپېتو منډو یې درې مهم لوبغاړي وسوځېدل، خو وروسته د اسالانکا او ډیسیلوا د ښې ملګرتیا له امله د سریلانکا ټولې لوبډلې ۲۶۸ منډې جوړې کړې او وسوځېدل.

اسالانکا ۹۱ او ډیسلوا ۵۱ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوري فضل‌حق فاروقي او فرید ملک دوه دوه لوبغاړي، نوراحمد، محمدنبي، نجیب ځدراڼ او عظمت‌الله عمرزي یو یو لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا له خوا د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره د افغانستان پیل هم ښه نه و او په ۲۵ منډو رحمان‌الله ګربز وسوځېد، خو وروسته ابراهیم ځدراڼ او رحمت‌شاه د افغانستان منډې ۱۷۱ ته ورسولې او د افغانستان بریا لپاره یې ښه بنسټ کېښود.

خو ابراهیم ځدراڼ خپله سلیزه بشپړه نه کړه او په ۹۸ منډو او رحمت‌شاه په ۵۵ منډو وسوځېدل، ورپسې  لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي ۳۸ او محمدنبي ۲۷ منډې جوړې او افغانستان یاد هدف په شپږڅلوېښتم اوور کې ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغان لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له لوبې وروسته وویل چې افغان توپ‌اچوونکو  په وروستیو اورونو کې ښه توپ‌اچونه وکړه او د سریلانکایي لوبغاړو د منډو جوړولو مخه یې ډپ کړه.

هغه د ابراهیم ځدراڼ ستاینه وکړه چې تل یې افغانستان ته لوبې ګټلې او یو ځل بیا یې دا ثابته کړه چې غوره لوبغاړی دی.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دویمه لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

 

Visits: 173

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.