ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه د پرچمن ولسوالۍ ډېری خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري

د فراه د پرچمن ولسوالۍ ډېری خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري

author avatar
2 Jul 2023 - 16:46
د فراه د پرچمن ولسوالۍ ډېری خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري
author avatar
2 Jul 2023 - 16:46

فراه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د فراه د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ د ډېرو سیمو خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغوی زیاتوي، شپږ سیمې يې په نښه کړې، په نږدې راتلونکي کې به هلته نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال دین‌محمد عبدالحق پژواک خبري اژانس ته وویل، د پرچمن ولسوالۍ په ځینو سیمو کې روغتيايي مرکزونه نشته.

هغه وايي، بروزي فاسک، دوخاري، کوټ، زمین‎ده، کشت‌باج، تولۍ‌شریف شپږ هغه سیمې دي چې هیڅ روغتيايي مرکزونه نه لري.

خو نوموړي وویل، د روغتيا ریاست له خوا سروې شوې او په  نږدې راتلونکي کې به په هغو سیمو کې نوي روغتيايي مرکزونه جوړ شي چې خلک يې له خدماتو بې برخې دي.

هغه زیاته کړه: «په پرچمن ولسوالۍ کې اوسمهال ۱۲ روغتيايي مرکزونه شتون لري او د دوو نورو پر جوړېدو کار روان دی خو دا مرکزونه د خلکو د شمېر په نسبت کم دي.»

نوموړی وايي، پرچمن یوه لرې پرته ولسوالي ده نو ځکه يې ټول اوسېدونکي روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

بلخوا، د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي هم روغتيايي خدماتو له کمښته شکایت کوي.

دوی وايي، پرچمن ولسوالي د فراه له مرکزه ۳۸۰ کیلومتره لرې موقعیت لري نو روغتيايي مرکزونو ته يې نه لاسرسی لویه ستونزه ده.

د یادې ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالحمید حمید وايي: «که څه هم اوس مهال په پرچمن ولسوالۍ کې ۱۲ ځایه روغتیایي مراکز شته دي، خو د قیصار ‘فاسک’ تولۍ شریف’ زمین دین او قمرک سیمو کې هیڅ روغتیایي مراکز نشته.»

د نوموړي په وینا: «په پورته یادو سیمو کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي او د ولسوالۍ تر مرکزه ساعتونه پلي مزل ته اړتیا ده.»

د دې ولسوالۍ د تولۍ شریف سیمه کې اوسېدونکی او قومي مشر حاجي شاه اغا وايي، د دوی په سیمه کې تر ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي او هیڅ روغتيايي مرکز نه لري.

ده وویل: «زموږ سیمه غرنۍ ده، لارې خرابې دي، یوازې په تولۍ شریف کې لږ تر لږه ۸ کلي دي او تر ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند پکې کوي او خلک خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز ته وړي ځکه دلته هيڅ روغتيايي مرکز نشته.»

د پرچمن ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې په شته روغتيايي مرکزونو کې هم متخصص ډاکټران کم دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالهادي حمیدي وايي: «په ډېرو سیمو کې روغتیایي مراکز نشته او د ولسوالۍ په کچه په شته روغتيايي مرکزونو کې هم متخصص ډاکټران کم دي.»

دی له حکومته غواړي چې روغتيايي خدماتو ته د خلکو لاسرسي لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، په هېواد کې څه باندې څلور لسیزې جګړې د نورو برخو ترڅنګ روغتيايي سکټور هم زیانمن کړی او د هېواد د بېلابېلو سیمو خلک معیاري روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي غوښتنه کوي.

Views: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.