ژبه

لغمان او پکتیا کې له شاوخوا ۳ زرو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): په لغمان او پکتيا ولایتونو کې له دوه زره ۹۹۷ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه او په لوګر کې ۱۰۰ بې‌وزله مېرمنو ته د چرګانو فارمونه جوړ شول.

د لغمان کلیو پراختیا رییس مولوي محمدظاهر زرکمر وایي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ له نږدې دوه زره ۶۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو او پيسو مرسته وشوه.

هغه وايي، په قرغیو ولسوالۍ کې له ۱۴۴۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، شپږ کیلوګرامه دال، څلورنیم لیټره غوړي، ۳۳ پاکټه مغزي حلوا او نیم کیلو مالګه ورکړل شوي دي.

نوموړی وایي، په الیشنګ ولسوالۍ کې هم له ۱۰۹۶ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته شوې ده چې هرې کورنۍ ته ۳۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د یو بل خبر له مخې، د پکتیا په پنځو ولسوالیو کې له سلګونو بې‌وزله کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.

د دغه ولایت طبيعي پېښو ته د رسېدنې رییس نثاراحمد نجات پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په ډنډپټان، جاني‌خېل، لژه‌منګل، احمدخېل او میرزکې ولسوالیو کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري له ۴۵۷ بې‌وزله کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.

د هغه په خبره، هرې کورنۍ ته ۳۸۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

له بلې خوا د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک ته وویل، د کرنې پراختیا نړۍوال صندوق په مالي لګښت د هالنډ کمېټې له لوري ۱۰۰ بې‌وزلو مېرمنو ته د چرګانو کوچني فارمونه جوړ شول.

هغه زیاته کړه، هرې بې‌وزله مېرمنې ته ۳۰ د هګيو چرګې، خوراکي مواد او د چرګانو د ساتنې او پالنې وسایل ورکړل شول.

ورته موضوع