ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لومړي ځل لپاره له بلخ څخه روسیې ته انګور صادر شول

د لومړي ځل لپاره له بلخ څخه روسیې ته انګور صادر شول

author avatar
20 Aug 2023 - 16:01
د لومړي ځل لپاره له بلخ څخه روسیې ته انګور صادر شول
author avatar
20 Aug 2023 - 16:01

مزارشریف (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د بلخ سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د لومړي ځل لپاره له دغه ولایت څخه روسیې هېواد ته ۲۰۰۰ کارټنه تازه انګور صادر شول.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د زمري ۲۸مه د لومړي ځل لپاره له بلخ ولایت څخه روسیې ته د یوه خصوصي شرکت له لوري ۲۰ ټنه تازه انګور ولېږدول شول.

د اسدي په خبره، دغه تازه انګور په يخچالي موټرو کې د حیرتان بندر له لارې ازبکستان او له هغه ځايه روسیې ته لېږدول کېږي.

نوموړی زياتوي چې په وروستيو مياشتو کې له افغانستانه ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته د توکو لېږد زيات شوی دی.

بلخوا د لېږدونکي شرکت رییس محبت‌الله محبت وایي، خوښ دی چې په لومړی ځل یې وکولای شو د پروان ولایت د شمالي مشهور انګور د بلخ ولایت له حیرتان بندره روسیې ته ولېږدوي.

محبت وايي، لېږدول شوي انګور ۲۰۰۰ کارټنه دي چې ۲۰ ټنه وزن لري.

نوموړی دغه راز وایي، راتلونکي کې پلان لري څو روسیې ته له افغانستانه مڼې او انار هم صادر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم له بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو د خصوصي شرکتونو تولید شوي توکي بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي توګه منځنۍ آسیا ته لېږدول شوي دي.

Visits: 454

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.