ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د روسیې جنرال کونسل: افغانانو ته مو د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې

بلخ کې د روسیې جنرال کونسل: افغانانو ته مو د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې

author avatar
14 Sep 2023 - 00:00
بلخ کې د روسیې جنرال کونسل: افغانانو ته مو د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې
author avatar
14 Sep 2023 - 00:00

مزارشریف (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲) : مزارشریف کې د روسیې جنرال کونسل وایي، دوی د پخوا په نسبت ویزې او په دې برخه کې اسانتیاوې ډېرې کړې او د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

د بلخ ولایت مقام له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په شمال زون کي د روسیې له جنرال کونسل الیکسي پریوزریوف سره وکتل.

الیکسي پریوزریوف په دې کتنه کې د بلخ له والي مننه وکړه چې په بلخ ولایت کې یې د کونسلګرۍ امنیت په بشپړه توګه خوندي کړی او کونسلګرۍ هره ورځ خپلې چارې په ښه ډول مخته وړي.

هغه د روسیې او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل، اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پياوړې شي .

د روسیې جنرال کونسل الیکسي د بلخ والي ته ډاډ ورکړ چې هېواد یې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او له اسلامي امارت سره به هر راز همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي د کونسلګرۍ فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل او دغه راز یې د ویزو په اړه یې وویل، کونسلګرۍ یې د پخوا په پرتله په ویزو کې ډېرښت او اسانتیاوې برابرې کړې او لا هم هڅه کوي، څو اسانتیاوې ډېرې کړي.

هغه زیاته کړه، نړۍوال د افغانستان په مثبت انځور نه پوهیږي، ځکه دوی بهر مېشت دي او په هيڅ ندي خبر، روسیه د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او مثبت انځور به یې نړۍ ته رسوي.

د بلخ والي محمدیوسف وفا وویل، افغانستان او روسیه په خپلو منځونو کې د سوداګرۍ او تجارت په برخه کې ډېرې مثبتې اړیکې لري او اړتیا ده، څو دغه اړیکې لا پياوړې او ښې شي.

د بلخ والي وویل: «موږ او تاسې باید د اړیکو سمون ته هر وخت پوره ـ پوره پاملرنه ولرو.»

نوموړي د روسیې کونسل ته ډاډ ورکړ چي ولایتي اداره به په ټولو چارو کې ورسره همکاره وي او هم به د دوی د امنیت ټینګښټ ته پاملرنه کوي.

هغه د روسیې له کونسل جنرال څخه وغوښتل چې عامو خلکو او سوداګرو ته د وېزو په برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

 

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.