ژبه

د هرات له زلزله‌ځپلو سره یو شمېر خیریه بنسټونو او کسانو هم مرستې اعلان کړې

چاریکار، پل‌علم، بامیان، ننګرهار (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): د هرات ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستو په دوام کې د چین سره صلیب ټولنې ۲۰۰ زره امریکايي ډالر مرسته وکړه.

د لوګر د پوهنې ریاست کارکوونکو خپل یوه ورځ معاش او ننګرهار کې د درملو اتحاديې ۲۰۰ کارتنه درملو مرسته وکړه او دغه راز بامیان کې د مرستو ټولولو کمپاین پيل شو.

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو د یوې پرېکړې له مخې د خپلې یوې ورځې معاش د هرات ولایت زلزله‌ځپلو له کورنیو سره مرسته وکړه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پرېکړه د لوګر ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو په خپله خوښه کړې او یاده پرېکړه یې د پوهنې له وزارت سره هم شریکه کړې ده.

عرب زیاته کړه، د لوګر پوهنې ریاست د کارکوونکو او ښوونکو د یوې ورځې معاش ۱.۲ میلیونه افغانۍ کېږي چې ډېر ژر به د لوګر ولایت مستوفیت له لاري د هرات ولایت زلزله‌ځپلو کورنیو ته ورسېږي.

له تېرو دوه ورځو راهیسې د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله‌ځپلو کورنیو سره د مرستو راټولولو لپاره صندوق کېښودل شوی او د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي، سوداګر او عام خلک د هرات زلزله‌ځپلو کورنیو سره د کېښودل شوي صندوق له لارې مرسته کوي.

د پروان اطلاعاتو او کلتور ریاست د هرات د ورستۍ زلزلې له زیانمنو  لپاره لسګونه زره افغانۍ مرسته راټوله کړې او په دوېمه ورځ کې یې  شاوخوا ٢٠٠ زره افغانۍ د یاد ولایت دولتي اداراتو څخه راټولې کړي او دغه کمپاین یې درې ورځې دوام وکړي.

دغه راز، بامیان کې هم نن د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستو ټولولو کمپاین پيل شو.

د بامیان د مرکز اوسېدونکی او د مرستو ټولولو کمپاین یو ګډون‌وال علي فطرت پژواک ته وویل، دوی نن د هرات له زلزله‌ځپلو سره د همدردۍ په موخه د مرستې ټولو کمپاین پيل کړ.

د علي جمعه په نوم یوه بل کس وویل: «د هرات زلزله‌ځپلي زموږ وروڼه دي او په اوسنیو شرایطو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.»

هغه د بامیان له خلکو وغوښتل چې له زلزله‌ځپلو سره دې له خپل توان سره سم مرسته وکړي.

دغه راز د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام‌الله سمنګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هرات او بادغیس د زلزله‌ځپلو لپاره په تېرو دوه ورځو کې یوولس لکه او څلوېښت زره افغانۍ دوه میلیونه کالدارې او دوه زره ډالر راټول شوي.

د هغه په وینا، د یادو مرستو کې ډېره برخه د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې د مسوولینو او غړو، د صرافي مارکېټونو صرافانو، شتمنو او د ټولنې د بېلابېلو وګړو له خوا ترسره شوې ده.

د یوه بل خبر له مخې د چین سره صلیب هم د هرات له زلزله‌ځپلو سره ۲۰۰ زره امریکايي ډالره نغدي مرسته وکړه.

د چین سفارت ویلي چې دوی دغه مرسته پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي دفتر سرپرست ذاکرالله او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مالي ادارې رییس شبیراحمد عثماني ته سپارلې ده.

دغه سفارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې دا پیسې به په هرات کې له زلزله‌ځپلو سره په مرسته کې ولګول شي.

د ننګرهار ولایت د درملو اتحاديې هم د هرات له زلزله‌ځپلو سره د یو میلیون په ارزښت درملو مرسته وکړه.

د دې اتحاديې رييس قاري محصل خان وايي، تېرو دوو ورځو کې د جلال‌اباد ښار په بېلابېلو درملتونونو او د درملو په عمده پلورونکو ګرځېدلي او د هغو د توان مطابق يې ترې دغه درمل راټول کړې دي.

هغه وايي، د درملو مجموعي لګښت شاوخوا يو ميليون افغانۍ کېږي چې په ۲۰۰ کارتنو کې ځای پرځای او هرات ولايت ته نن ولېږل شول.

د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند د دې چارې ستاېنه وکړه او پر نورو سوداګرو يې هم غږ وکړ چې د هرات ولايت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړي.

پرون په ننګرهار کې د هرات ولايت زلزله‌ځپلو سره د مرستې راټولولو کمپاين هم پيل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دغه کمپاين يو تنظيموونکي خبيب اميري پژواک ته وويل چې د کمپاين په لومړۍ ورځ يې ۷۰۵ زره او ۷۱۵ افغانۍ راټولې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزارء اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې زلزله‌ځپلو ته ډاډ ورکړی چې د زلزلې له امله وران شوي کورونه به یې بېرته په اساسي ډول جوړ کړي.

ورته موضوع