ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ويښتانو تویېدو اویا سلنه لاملونه رواني فشارونه دي»

«د ويښتانو تویېدو اویا سلنه لاملونه رواني فشارونه دي»

author avatar
25 Feb 2024 - 17:10
«د ويښتانو تویېدو اویا سلنه لاملونه رواني فشارونه دي»
author avatar
25 Feb 2024 - 17:10

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): کابل ښار کې د جلدي ناروغیو یو متخصص وایي چې په هېواد کې د ځوانانو ويښتانو تویېدو اویا سلنه لاملونه ژور خپګان او نور رواني فشارونه دي.

د ډاکټرانو په خبره، کورنۍ سابقه، د درملو کارول، ځيني ناروغۍ او رواني فشارونه په ځوانانو کې د ویښتانو تویېدو لوی لاملونه دي.

کابل ښار کې د جلدي ناروغیو متخصص زلمي احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ارثي عواملو ترڅنګ د ویټامینونو او وینې کمښت، رواني فشارونه او ځينې ناروغۍ لکه محرقه، ملاریا، تور زېړی، سرطان او داسې نور د ويښتانو تویېدو عمده لاملونه دي.

هغه وویل چې د ويښتانو تویېدو عمده لامل ژور خپګان دی، که دا ستونزه پرمختللې شي په شخص کې الوپسیا ناروغي چې د ويښتانو تلو یو ډول دی، پیدا کېږي.

د ډاکټر زلمي په خبره، د ويښتانو تویېدل څو ډولونه لري چې یو یې الوپسیا یا په سکه‌یي بڼه ځای ځای پکوالی دی.

هغه وویل، دا داسې یوه ناروغي ده چې د سر وېښتان یا ږیره په سکه‌يي بڼه ځای ځای تویېږي.

هغه زیاته کړه: «ځيني وخت کې د بدن دفاعي سیستم د ويښتانو په مالیکولونو برید کوي چې د هغې په پایله کې الوپسیا رامنځته کېږي، که په وخت یې درملنه ونه شي پرمختللي پړاو ته ځي.»

نوموړی وایي چې د الوپسیا بل ډول یونورسل یا ټوټالیس الوپسیا ده چې د بدن ټول ويښتان له منځه وړي.

ډاکټر زلمی وایي چې د ويښتانو تویېدو د مخنیوي لپاره باید مناسب غذایي رژیم په پام کې ونیول شي، له سبزیو او میوو باید ډېره استفاده وشي.

دغه‌ راز نوموړي سپارښتنه وکړه چې نه باید هره ورځ ويښتان ومینځل شي.

ده وویل، د ورځې تر ۲۰ کسانو پورې چې د ويښتانو تلو ستونزه لري د ده روغتون ته مراجعه کوي چې له دې ډلې ۱۰ یې په الوپسیا اخته وي.

هغه وایي: «له نېکه‌مرغه موږ اوس د ويښتانو ترمیم لپاره له یوه میټود چې هیرټرانس پلانټ نومېږي کار اخلو، په دغه میټود کې ويښتان له شا اخلو، د ځانګړو ماشینونو په وسیله یې مخې ته ږدو، هغه ويښته قوي هم راځي سل په سلو کې ښه هم وي او زیان هم نه لري.»

ورته وخت کې د کابل ښار یو اوسېدونکی نصیب‌الله کریمي چې د ویښتانو اېښودو لپاره د ډاکټر زلمي احمدزي روغتون ته راغلی، وايي چې له پنځو کلونو راهیسې د ويښتانو تویېدو له ستونزې سره مخ دی.

دی چې ۲۵ کلن دی او د طب په برخه کې یې زده‌کړې کړې، وایي، کله چې یې په پوهنتون کې درس پیل کړ د ويښتانو تویېدل یې پیل شول.

نوموړی له دې چې اوس په هېواد کې د ويښتانو اېښودو زمینه برابره شوې ده، خوښ دی.

Views: 350

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.