Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوتین د اوکراین انرژۍ پر اهدافو د ۳۰ ورځو لپاره د بریدونه پر درېدو هوکړه کړې

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې هوکړه کړې چې د راتلونکو ۳۰ ورځو لپاره به په اوکراین کې د انرژۍ پر اهدافو بریدونه ودروي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره په اوږدې ټیلیفوني اړیکې کې په اوکراین کې د اوربند او سولې اړتیا په تړاو خبرې کړې او په سیمه کې یې د تلپاتې سولې په اړه موافقه کړې ده.

راپور کې راغلي، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په تور سمندرګي کې د سمندري اوربند د پلي کولو لپاره خبرې اترې پیل کړي. همدا ډول سرچینه زیاتوي چې د ستراتیژیکو وسلو د بندولو پر اړتیا هم بحث شوی دی.

ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ دغه خبرې ګټورې بللې او ویلي یې دي: «موږ پر دې هوکړه وکړه چې د انرژۍ او زیربناوو پر ټولو برخو به سملاسي اوربند وي، او هڅه کوو چې ژر تر ژره یو بشپړ اوربند او په پای کې د دې ډېر بدمرغه جنګ د پای ته رسولو لپاره کار وکړو.»

د اوکراین ولسمشر ولودیمير زیلېنسکي بیا ویلي، هېواد یې د انرژۍ پر زیربناوو د اوربند نظریه مني، خو وايي، غواړي چې د دې جزییات روښانه شي.

سپینې ماڼۍ ویلي، په اوکراین کې د سولې د ټینګښت لپاره به ډېر ژر په منځني ختیځ کې بيا خبرې اترې پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.