غزني ښار (پژواک، ۱۵ غویي ۱۴۰۴): د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست مسوولین وايي، د افغانستان د بیارغونې کمېټې (ANRCC) له خوا د دغه ولایت په مرکز، دهیک او اندړو ولسوالیو کې د ۳۰ معیاري ممیزخونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز، دهیک او اندړو ولسوالیو کې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۳۰ کشمشخونو د جوړېدو چارې پیل شوې چې مالي لګښت یې د افغانستان د بیارغونې کمېټې (ANRCC) له لوري ورکول کېږي.
نوموړي وویل، هره کشمشخونه به ۱۱ متره اوږدوالی، پنځه متره پلنوالی او څلور متره لوړوالی ولري چې په یوه وخت کې به پهکې له ۲۷ تر ۳۵ ټنه پورې انګور ځای کېږي.
د هغه په خبره، ټاکل شوې چې د دې پروژې چارې تر راتلوونکو درېیو میاشتو پورې پای ته ورسېږي او بڼوالو ته به په واک کې ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، غزنی د انګورو او ممیزو یو له سترو تولیدونکو ولایتونو څخه دی چې د یادو کشمشخونو جوړېدل به له بڼوالو سره مرسته وکړي څو خپل محصولات په ښه ډول بازار ته چمتو کړي.
نوموړي وویل، د دغو کشمشخونو له جوړېدو یې موخه په نړۍوال معیار د ممیزو تولیدول دي چې له دې لارې به بڼوال ښه عاید ترلاسه کړي او ځانبساینې ته به ورسیږي.
ورته مهال، غزني کې یو شمېر بڼوال وايي، د انګورو د وچولو لپاره به دغه کشمشخونې ډېرې ګټورې وې او هغه کشمش چې په دغو کشمشخونو کې توليدېږي، ضايعات به يې کم او د کيفيت له اړخه به تر هغو مميزو ډېر ښه وي چې پخوا یې په سنتي ډول تولیدول.
د غزني د مرکز حسناباد سیمي یوه بڼوال وویل، د دغو کشمشخونو په جوړېدل به د تازه انګورو په نرخ هم مثبته اغېزه وکړي.
هغه له حکومت او نړۍوالو مرستندویه موسسو غواړي چې دغه ډول پروژې دې ډېرې کړي.
د یادونې ده، د غزني د انګورو ترڅنګ د دغه ولایت ممیز هم د خوند او رنګ له کبله ډېر شهرت او د افغانستان په ګډون په نړۍوال بازار کې هم پرېمانه پېرېدونکي لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP