کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۵): د اوکراین چارواکو ویلي، چې د روسیې د تازه بریدونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا بریدونه د شپې له خوا د سلګونو بېپیلوټه الوتکو او لسګونو توغندیو په کارولو سره ترسره شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۹ بېپیلوټه الوتکې او ۴۴ توغندي توغولي، چې ډېری یې د دې هېواد د دفاعي سیستمونو له خوا نسکور شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د اودېسا بندري ښار پر بریدونو کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي. همدارنګه، په پلازمېنه کیف کې لږ تر لږه څلور تنه، چې یو ۱۲ کلن ماشوم هم په کې شامل دی، وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په دنیپروپتروفسک سیمه کې هم درې تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي. په همدې حال کې، د روسیې چارواکو ویلي چې دا بریدونه د اوکراین پوځي او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.
بل لور ته، روسیې ویلي چې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو د برید له امله د تور سمندرګي پر غاړه د توپسې بندر کې دوه ماشومان وژل شوي دي.
دا بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې او جګړه لا هم روانه ده.