کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د سوېلي سوډان د هوايي چلند ادارې چارواکي وايي، يوه مسافروړونکې الوتکه د دغه هېواد پلازمېنې جوبا ته نږدې لوېدلې چې له امله يې ټول ۱۴ سپرلي مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه الوتکه د «سسنا ۲۰۸ کاروان» ډوله وه او د «سیټیلېنک اوییشن» شرکت اړوند وه چې له «یِي» ښار څخه د جوبا نړۍوال هوايي ډګر ته پر لاره وه.
د راپور پر بنسټ، الوتکه د ځايي وخت له مخې د سهار په نهه بجو او ۱۵ دقیقو الوتنه کړې وه او شاوخوا ۲۸ دقیقې وروسته، یعنې په نهو بجو او ۴۳ دقیقو یې د کنټرول له برج سره اړیکه پرې شوې ده.
د هوايي چلند د چارواکو په خبره، په دې الوتنه کې ۱۳ مسافر او یو پیلوټ سپاره وو چې پکې دوه د کینیا اتباع او ۱۲ د جنوبي سوډان وګړي شامل وو او ټول مړه شوي دي.
لومړني راپورونه ښيي چې ښايي د هوا خراب وضعیت، په ځانګړي ډول د لید کموالی، د دې پېښې له لاملونو څخه وي.
چارواکي زیاتوي چې د پېښې د کره لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.