کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د لبنان په سوېل کې د اسرائیل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه دوولسو کسانو چې د لبنان د پوځ درې سرتېري هم پکې شامل دي، ژوند له لاسه ورکړی او دې پېښې د لبناني چارواکو، حزبالله او ایران غبرګونونه راپارولي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې د لبنان د پوځ یو برید جنرال، یو افسر او یو سرتېری د خردلي – نبطیه پر لاره د تګ پر مهال وژل شوي دي.
د لبنان پوځ دغه برید «د اسرائیل قصدي او تکراری وحشیانه تېری» بللی او ویلي یې دي چې د دغو بریدونو دوام به د حللارې موندلو هڅې له ناکامۍ سره مخ کړي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون دغه برید «د لبنان د ملي حاکمیت او نړۍوالو قوانینو او نورمونو ښکاره نقض» بللی او غندلی یې دی.
بل لور ته، حزبالله لبنان هم یاد برید «یو وحشتناک جنایت» بللی او د لبنان حکومت یې تورن کړی چې د «واشنګټن د دښمن غوښتنو ته په بشپړه غاړه اېښودنه» سره یې هېواد د وینې تویېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي چې دغه وژنه یو ځل بیا ښيي چې اسرائیل «د لبنان پر ټولو برخو د مالکیت ادعا لري.»
د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د صیدا ولسوالۍ پر صکسکیه کلي د اسرائیل په هوايي برید کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د دغه اژانس د راپور له مخې، د نبطیه ولسوالۍ په دیرالزهراني سیمه کې پر یوه موټر د اسرائیل د بېپیلوټه الوتکې په برید کې یو بل کس هم وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د زفتا – نبطیه پر لویه لار د اسرائیل د بېپیلوټه الوتکې په جلا برید کې هم لږ تر لږه یو کس وژل شوی او یو بل کس د نبطیه ولسوالۍ د حبوش په سیمه کې د اسرائیل په هوايي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.