Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the rcp domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /var/www/html/pajhwok.com/public_html/wp-includes/functions.php on line 6260
د پولنډ پولیسو ۱۵ افغان کډوال نیولي – پژواک خبري اژانس منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · Kabul ۳:۱۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پولنډ پولیسو ۱۵ افغان کډوال نیولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د پولنډ سرحدي پولیسو ویلي چې د لیتوانیا له پولې دغه هېواد ته د «ناقانونه» ننوتو د هڅې پر مهال یې ۵۴ کډوال چې ۱۵ افغانان هم پکې شامل دي، نیولي دي.

د پولنډ سرحدي پولیسو پرون (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په نیول شوو کډوالو کې ۱۵ افغانان، ۳۰ پاکستانیان او ۹ د بنګله‌دېش اتباع شامل دي.

د پولنډ د پولیسو خبرپاڼه کې راغلي: «د پولنډ او لیتوانیا له پولې د ناقانونه را اوښتو هڅه شنډه شوه؛ د ۵۴ کډوالو یوه ډله چې غوښتل یې پولنډ ته راشي، ونیول شوه.»

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان به د اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته بېرته لیتوانیا ته واستول شي.

د پولنډ سرحدي پولیسو څرګنده کړې چې دغه عملیات د سرحدي ځواکونو او د دغه هېواد د مالیې او ګمرک ملي ادارې د مامورینو په همکارۍ ترسره شوي دي.

د پولنډ پولیسو د سرحدي امنیتي تدابیرو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد ځواکونه به د کډوالو د «ناقانونه» ننوتو د مخنیوي لپاره د پولنډ له پولو په جدي توګه ساتنه کوي.