ژبه

د هند په ممبۍ کې د سختو ورښتونو له امله ودانۍ نړېدلې؛ شپږ کسان مړه شوي

احمد صهیب حسرت

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۲۱:۰۴

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د هند په ممبۍ ښار کې د سختو ورښتونو له امله د څو ودانیو د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان، چې پنځه ماشومان هم په کې شامل دي، مړه شوي دي.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ د ممبۍ ښار ختیځ ته د «مانکهورد» په سیمه کې رامنځته شوې ده؛ هغه ځای چې د سختو ورښتونو له امله په یوه بې‌وزله سیمه کې دوه تر درې څوپوړیزې ودانۍ نړېدلې دي.

ښاري چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې پنځه کوچني ماشومان او یوه ښځه مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، په دې سیمه کې سخت ورښتونه لا هم روان دي او د ممبۍ او پونې ښار ترمنځ پر لویه لار یې د ځمکې ښویېدو لامل شوی چې له امله یې دغه لار په موقتي ډول تړل شوې ده.

سربېره پر دې، یو شمېر الوتنې او مسافر وړونکي اورګاډي هم له ځنډ او لغوه کېدو سره مخ شوي او د ممبۍ ښوونځي او پوهنتونونه د دوشنبې ورځې لپاره رخصت اعلان شوي دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ممبۍ کې له ۱۰۰ ملي‌مترو ډېر ورښت ثبت شوی او په ځینو سیمو کې د ورښت کچه ۱۶۱ ملي‌مترو ته رسېدلې ده.