ژبه

اوکراین او نهو اروپايي هېوادونو د بالستیک توغندیو پر وړاندې دفاعي ائتلاف جوړ کړ

احمد صهیب حسرت

۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۰

Views: ۶

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۵): اوکراین او نهو اروپايي هېوادونو اعلان کړی چې د بالستیک توغندیو پر وړاندې د ګډ دفاعي سیستم د رامنځته کولو لپاره یې نوی ائتلاف جوړ کړی؛ خو روسیې دغه ائتلاف «جګړه‌غوښتونکی» بللی او خبرداری یې ورکړی چې د اوکراین بریدونو ته به لا سخت ځواب ورکړي.

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی چې دغه پرېکړه د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د «چمتو هېوادونو ائتلاف» په غونډه کې اعلان شوه؛ په دې غونډه کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د فرانسې، جرمني، بریتانیا، ایټالیا، هالنډ، ډنمارک، ناروې، هسپانیې او سویډن مشرانو ګډون کړی و.

د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «زموږ موخه د اروپا لپاره د بالستیک توغندیو پر وړاندې د ګډ دفاعي توان رامنځته کول دي.»

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د روسیې د پراخو بریدونو پر وړاندې د اوکراین له څه باندې څلور کلنې تجربې څخه به د دغه سیستم په طرحه کې مهمه ګټه واخیستل شي.

زلنسکي ویلي، اوکراین او اروپايي شریکان یې کولای شي په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې یو کم‌لګښته او په پراخه کچه د تولید وړ دفاعي سیستم جوړ کړي؛ داسې سیستم چې نه یوازې د اروپا دفاعي اړتیاوې پوره کړي، بلکې نورو اړمنو هېوادونو ته هم په واک کې ورکړل شي.

په ورته وخت کې، په راپور کې راغلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، مسکو به د روسیې د تېلو پر تصفیه‌خونو، تېل‌لېږدوونکو بېړیو او نورو تاسیساتو د اوکراین وروستیو بریدونو ته «څو برابره په ډېر ځواک» ځواب ورکړي.

هغه ویلي: «هر ځای چې هغوی د روسیې خاوره په نښه کړي، موږ به ورته، خو ډېر سخت ځواب ورکړو.»

له بلې خوا، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف نوی ائتلاف «د جګړه‌غوښتونکو ائتلاف» بللی او ویلي یې دي چې غړي هېوادونه یې په ناسمه توګه فکر کوي چې کولای شي روسیې ته ستراتیژیکه ماتې ورکړي.