ژبه

تورهان صالح په افغانستان کې د يواېن‌ډي‌پي د نوي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه

احمد صهيب حسرت

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۴

Views: ۲۳

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې تورهان صالح په افغانستان کې د دغه بنسټ د نوي استازي په توګه رسماً خپله دنده پیل کړې ده.

یاد پروګرام پرون (پنج‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، صالح له دې ګومارنې مخکې د دغه بنسټ د عربي هېوادونو سیمه‌ییز دفتر د لوړپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې او ځانګړو سیاسي ماموریتونو څخه د مسؤلیتونو د لېږد پر بهیر یې تمرکز درلود.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د UNDP د بحران دفتر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او په دې موده کې یې له بشري مرستو څخه دوامدارې پراختیا ته د لېږد، د بحراني عملیاتو د مدیریت، د بحرانونو د تمویل او په دې برخه کې د پالیسۍ جوړونې پر چارو تمرکز کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې صالح له دې وړاندې هم د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۳ کال تر نومبر پورې په ایتوپیا کې د UNDP د استوګن استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې تورهان صالح په ۱۹۹۷ کال کې د پالیسۍ د سلاکار په توګه له دغه بنسټ سره یوځای شوی او له هغه راهیسې یې د دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې ګڼې لوړې دندې ترسره کړې دي؛ له هغې ډلې د زریزې پراختیايي موخو د څانګې مشر، د ملګرو ملتونو د چارو د څانګې مرستیال، په نایجریا کې سرپرست مشر او استوګن استازی، د افریقا سیمه‌ییز دفتر د هېوادونو د ملاتړ د ډلې مشر او په اجرائیه دفتر کې د ستراتیژیک پلان همغږی‌کوونکی پاتې شوی دی.

د دغه بنسټ په وینا، صالح د خپل کاري ژوند په اوږدو کې د UNDP له څلورو مدیرانو سره کار کړی او د دغه سازمان د نږدې ټولو ستراتیژیکو پروګرامونو په جوړولو کې یې، د هغو د رامنځته کېدو له پیله، ونډه اخیستې ده.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي له لوړو زده‌کړو وروسته په ۱۹۸۹ کال کې د یونیسف له لارې د ملګرو ملتونو په سیسټم کې خپله دنده پیل کړه او په غنا، اریتریا او سویلي افریقا کې یې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. هغه همدارنګه په یونیسف، نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې شورا کې ټريني دورې هم بشپړې کړې دي.