ژبه

لبناني چارواکي: اسرائیل د لبنان په سوېل کې درې نور ښوونځي ویجاړ کړل

آرشیف

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۱

Views: ۳۸

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): الجزیرې د لبناني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلي پوځ د لبنان په سوېل کې درې ښوونځي ویجاړ کړي او له دې  سره په دغه سیمه کې د بشپړو ویجاړو شوو ښوونځیو شمېر لږ تر لږه شلو ته رسېدلی دی.

الجزیرې د لبنان د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرې ریما کرامي په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو  د یادو درېیو ښوونځیو وسایل لوټ کړي او وروسته یې د چاودېدونکو توکو په وسیله ودانۍ ویجاړې کړې دي.

د کرامي په وینا، دغه درې ښوونځي په لبنان کې د جګړې پر مهال د ویجاړ شوو ښوونیزو مرکزونو مخ پر ډېرېدونکي لېست ته ورزیات شوي دي.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) مخکې ویلي وو چې په لبنان کې ۱۷ ښوونځي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور زیانمن شوي دي. د درېیو نورو ښوونځیو له ویجاړېدو سره، د بشپړو ویجاړو شوو ښوونځیو شمېر لږ تر لږه ۲۰ ته رسېدلی دی.

یونسکو همدارنګه ویلي چې شاوخوا ۵۰۰ زره لبناني ماشومان د جګړې له امله له زده‌کړو پاتې شوي او د زده‌کړو د بهیر دوامداره ګډوډي کولای شي د هغوی پر وده او هوساینې اوږدمهاله اغېزې ولري.

الجزیرې زیاته کړې چې د لبنان د پوهنې وزیرې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر اسرائیل فشار راوړي، څو پر ښوونیزو مرکزونو بریدونه ودروي او ښوونځي له پوځي عملیاتو خوندي وساتل شي.

د لبناني چارواکو د ملوماتو له مخې، په لبنان کې د اسرائیل په بریدونو کې د مارچ میاشتې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۲۴ کسان وژل شوي، ۱۲۲۲۳ نور ټپیان او له یو میلیون ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي او په وژل شوو کې ۲۵۰ ماشومان هم شامل دي.