ژبه

سپاه پاسداران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر اډې د توغندیز برید خبر ورکړ

سهراب سروری

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۱

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د ایران سپاه پاسداران وايي، په اردن کې یې د امریکايي ځواکونو اډه په بالستیک توغندیو په نښه کړې او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ برید تایید کړی، خو ادعا کوي چې ټول توغندي یې شنډ کړي دي.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سپاه پاسداران هوايي او فضايي ځواک اعلان کړی چې د امریکا د پوځ د اقداماتو په غبرګون کې یې په اردن کې د دغه پوځ هوايي اډه او د مرکزي قوماندانۍ مرکز په څو بالستیک توغندیو په نښه کړي دي.

سپاه پاسداران زیاته کړې: «تر هغه چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې ګواښونه دوام لري او امریکايي ځواکونه زموږ د ګټو پر ضد ناقانونه او دښمنانه اقدامات کوي، مقاومت به هم دوام ولري.»

سپاه زیاته کړې: «د امریکايي چارواکو ګواښونه او زموږ د ګټو پر وړاندې ناقانونه لاسوهنې باید ودرول شي.»

بلخوا، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» هم پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اردن کې پر خپلې اډې د سپاه پاسداران برید تایید کړی او هغه یې «ناڅاپي» بللی دی.

سنتکام زیاته کړې چې ایران د امریکا پر اډې په برید کې بالستیک توغندي کارولي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ لیکلي: «ټول ایراني توغندي په بریالیتوب شنډ شول.»

د ایران له لوري د امریکا پر اډو دا بریدونه د دواړو لورو ترمنځ د نښتو له څلور ورځني ځنډ وروسته شوي دي.