کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې له ایران سره د خبرو اترو په اړه د ډونالډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره سره، دمګړۍ د واشنګټن او تهران ترمنځ هیڅ ډول نوې خبرې اترې په پلان کې نشته.
د سيبياېس خبري شبکې د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې ورځې ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې چې پر ایران د پلان شوي برید ځنډولو په اړه یې کړې وې، ویلي وو چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې به د دوشنبې ورځې ماښام پیل شي.
هغه زیاته کړې وه چې د خلکو د وژلو په لټه کې نه دی او هوکړه غوره ګڼي.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې تهران دمګړۍ له امریکا سره هيڅ ډول خبرې نه لري.
په همدې حال کې، «سيبياېس» د هغو امریکايي چارواکو له قوله چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، راپور ورکړی چې د سټیو ویتکاف، جېرډ کوشنر او د امریکا او ایراني پلاوو ترمنځ یوازې د منځګړو له لارې روانې اړیکې او د پیغامونو تبادله دوام لري.
دغو چارواکو زیاته کړې ده: «د نوو یا ځانګړو خبرو اترو هيڅ پلان نشته.»