ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۶۰ کورنۍ راستنې شوې دي

ارشیف

هجرت‌الله کاکړ

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۸

Views: ۵

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۶۰ کورنۍ چې ۲۲۹۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۳۹۸ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۴۶۶ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۷۲ کورنۍ چې ۱۹۴۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۳۷۰ کورنۍ چې ۲۰۶۲ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او  څه باندې ۴۱۳ زره  افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۴۴۱ کورنیو سره په ټولیز ډول درې میلیون او ۶۹۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۷ کورنۍ چې ۸۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۸ کورنۍ چې ۱۰۱ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۹۱ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۱۸ کورنیو سره په ټولیز ډول ۱۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۶ کورنۍ چې ۳۳۹ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۲۳۸ مسافر هم راستانه شوي دي.

د نغدي مرستو برخه کې له دوو کورنیو سره په ټولیز ۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې او یو شمېر کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم پنځه کورنۍ چې ۲۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له پنځو کورنیو سره ۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې لس کورنۍ چې ۵۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۷۲ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۴۶۰ کورنۍ چې ۲۲۹۲ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۳۹۸ کورنۍ چې ۲۲۱۳ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۴۶۶ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۳۹۵ سیمکارتونه وېشل شوي دي.