کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): الجزیرې راپور ورکړی چې اسراييلي ځواکونو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د قلندیا د کډوالو پر کمپ برید کړی چې له امله يې لږ تر لږه ۵۱ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
د بیتالمقدس ولایت ادارې هم دغه خبر الجزیرې شبکې ته تایید کړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د قلندیا د تلاشۍ پوستې ته څېرمه څو سوداګریز دوکانونه ویجاړ کړل. وروسته یې پر نږدې کفر عقب ښار د ګرځبندیز بندیز ولګاوه او بیتالمقدس ته ټولې غځېدلې لارې یې وتړلې.
په راپور کې راغلي، فلسطیني سرچینو ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال لسګونه کسان هم د اسرائیلي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. دغه عملیات وروسته له هغه پیل شول چې اسرائیلي سرتېري قلندیا کمپ ته ننوتل او د کورونو د پلټنې او د ځینو سوداګریزو تاسیساتو د ویجاړولو پراخ عملیات یې پیل کړل.
سرچینې د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې ټپیان د مرمیو د لګېدو، وهلو ټکولو او اوښکې بهوونکي ګاز د تنفس له امله ټپیان شوي او یو شمېر یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اونیو کې په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او مېشتو ښارګوټو د اوسېدونکو بریدونه زیات شوي او په دې سیمه کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.
د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې چې د غزې جګړه پیل شوې، له غزې تړانګې سره هممهاله په لوېدیځه غاړه کې هم د اسرائیل پوځي عملیات په څرګند ډول زیات شوي او په وار وار یې د فلسطینیانو د وژل کېدو، ټپي کېدو او پراخو نیونو لامل شوي دي.