ژبه

امارات: هرمز تنګي کې د ادنوک شرکت پر دوو کښتيو بريد شوی

Sohrab Sarwari

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۱

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۵): د ابوظبي د نفتو ملي شرکت (ادنوک) ویلي چې تېره پنجشنبې هرمز تنګي کې د دغه شرکت پر دوو کښتيو بريد شوی، خو چا ته پکې زيان نه دی اوښتی.

رویټرز راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو چارواکو ایران پر دغه برید تورن کړی، خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپور له مخې، ادنوک ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی او په دې پېښه کې د مرګ‌ژوبلې اوښتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه «د ایران دښمنانه برید» بللی او ویلي یې دي چې سپاه پاسداران د سوداګریزو کښتیو په نښه کولو سره «د سمندري غلا» اقدامات ترسره کړي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د هرمز تنګي د «فشار یا اقتصادي باج‌اخیستنې د وسیلې» په توګه کارول د سیمې د ثبات او د نړۍ د انرژۍ امنیت ته مستقیم ګواښ دی.

خو د اماراتو دولتي اژانس او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د کښتیو د نومونو، بار او احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، د ایران بهرنیو چارو وزارت او سپاه پاسداران تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.