کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د میشیګان ایالت په شمال کې د ډزو یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
رویټرز د میشیګان ایالتي پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ شاوخوا یوولس بجې او ۴۰ دقیقې د ډزو پېښې په اړه د راپور له رسېدو وروسته پولیس د «میساوکي» سیمې یوه کور ته واستول شول.
پولیسو ویلي چې امنیتي ځواکونو سیمې ته له رسېدو وروسته د درېیو کسانو جسدونه وموندل او یو بل ټپي کس یې روغتون ته ولېږداوه؛ د ټپي کس روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې پولیسو شکمن کس ۳۹ کلن «چاد هیکمن» یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړی سیمې ته د امنیتي ځواکونو له رسېدو مخکې تښتېدلی و چې له امله یې د هغه د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل شول.
په راپور کې راغلي چې پولیسو د لټون عملیاتو پر مهال په یوه بل کور د یوه بل کس جسد هم موندلی دی.
سرچینه کاږي چې پولیسو وروسته د هیکمن موټر د «ویتلاک لیک» شاوخوا یوې ځنګلي سیمې ته نږدې وموند او د سیمې له پلټلو وروسته یې هیکمن او یو بل کس هم مړه وموندل.
د میشیګان د پولیسو یوې چارواکې اشلي مېلر دغه پېښه د ځايي ټولنې لپاره «زړهبوږنوونکې» او د پلټونکو لپاره «له ننګونو ډکه» بللې ده.
پولیسو تر اوسه د قربانیانو نومونه، عمرونه او جنسیتونه نه دي خپاره کړي او ویلي یې دي چې د هغوی کورنیو ته د معلوماتو ورکولو بهیر دوام لري.
د دغو ډزو انګېزه هم تر اوسه نه ده څرګنده شوې.