ژبه

له هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ د پام وړ کم شوی

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۴

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): راپورونه ښيي چې پر څو تېل‌لېږدوونکو بېړیو له بریدونو وروسته له هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی؛ بلخوا، په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د هواري لپاره د امریکا او ایران خبرې هم په ټپه ولاړې دي.

انترناسیونال وېب‌پاڼې نن د رویټرز له قوله راپور ورکړی چې د بېړیو د څار شرکت کپلر (Kpler) د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ یوازې پنځه سوداګریزې بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې، خو د یکشنبې په ورځ د دغه شرکت په سیستم کې د کومې بېړۍ تګ راتګ نه دی ثبت شوی.

د راپور له مخې، تر دې یوه اوونۍ مخکې د اوونۍ په پای کې ۳۱ بېړۍ له دغه تنګي تېرې شوې وې.

سرچینه لیکي، د شنبې په ورځ هرمز تنګي ته په ننوتونکو بېړیو کې یوه ډېره لویه تشه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هم وه چې د اتومات پېژندنې سیستم یې بند و. دغه راز، د هند تر بیرغ لاندې یوه لویه ګازلېږدوونکې بېړۍ هم د ایران له مسیر څخه تېره شوې ده.

د کپلر د معلوماتو له مخې، د ایران د مازوتو یوه کوچنۍ تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هم له تنګي وتلې ده. مازوت یو ډول دروند نفتي سون‌توکی دی.

په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ وروسته له هغه نږدې درېدلی چې متحده عربي اماراتو وویل، د ابوظبي د تېلو ملي شرکت اړوند درې بېړۍ تېره اوونۍ د تېرېدو پر مهال تر بریدونو لاندې راغلي دي.

متحده ایالتونو ویلي چې د ایران سمندري محاصرې ته تر نامعلومې مودې پورې دوام ورکوي.

په راپور کې راغلي، امکان شته ځینې بېړۍ د پېژندنې سیستمونو په بندولو سره له دغه مسیر څخه تېرې شوې وي او په معلوماتو کې نه وي ثبت شوې؛ خو د راپور له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د جګړې تر پیل مخکې هره ورځ له ۱۳۰ ډېرې بېړۍ له هرمز تنګي تېرېدلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، له هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د بېرته عادي کېدو لپاره باید واشنګټن د دغه تنګي په اړه د ایران شرایط ومني.

د راپور له مخې، له جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه خام تېل او مایع طبیعي ګاز د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېدل.

بلخوا، د کپلر معلومات ښيي چې له باب‌المندب تنګي د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ هم کم شوی؛ د تېرې اوونۍ په پای کې ۴۹ سوداګریزې بېړۍ له دغه مسیر تېرې شوې، په داسې حال کې چې تر هغې مخکې اوونۍ کې دا شمېر ۵۵ و.

د یمن حوثیانو د جولای په ۲۰مه د سعودي عربستان سمندري محاصره اعلان کړې وه. د راپور له مخې، په دې موده کې د سعودي عربستان د تېلو د لېږد کومه بېړۍ د څار په معلوماتو کې نه ده ثبت شوې.