کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۱مې سرمشریزې (کاپ ۳۱) له بېپایلې پای ته رسېدو وروسته، د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ هېوادونو ته د مالي مرستو د برابرولو په اړه اندېښنې راپورته شوي او د نړیوالو اقلیمي خبرو د اصلاح غوښتنې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هم د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی او د دغو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
رویټرز خبري اژانس نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې د ترکیې په انتالیا ښار کې د اقلیمي بدلون ۳۱مه نړیواله سرمشریزه پرون یکشنبه د یوې عمومي سیاسي هوکړې له ترلاسه کولو پرته پای ته ورسېده؛ داسې مهال چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د نړیوالو هڅو د راتلونکي او د ملګرو ملتونو د اقلیمي خبرو د اغېزمنتیا په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.
د راپور له مخې، کوچني او د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ هېوادونه د ملګرو ملتونو کلنۍ اقلیمي غونډې د خپلو ستونزو د مطرح کولو او له نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ ترلاسه کولو مهم فرصت بولي، خو د دغې سرمشریزې ناکامۍ د اقلیمي خبرو د اوسني بهیر د اغېزمنتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
افغانستان او د اقلیمي بدلون ګواښونه
افغانستان هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې ډېره کمه ونډه لري، خو له سختو اغېزو سره یې مخ دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو په خپرولو کې له ۰،۱ سلنې کمه ونډه لري، خو وچکالۍ، سېلابونو او د تودوخې زیاتوالي د دغه هېواد د خلکو ژوند او معیشت له جدي ګواښونو سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د روان میلادي کال د جون په څلورمه په یوه راپور کې ویلي چې له ۱۹۵۰ کال راهیسې د افغانستان منځنۍ تودوخه شاوخوا ۱،۸ درجې سانتيګراد لوړه شوې او وچکالۍ، سېلابونه، واورېښویېدنې او سختې واورې هر کال په دغه هېواد کې له ۲۰۰ زرو ډېر کسان اغېزمنوي.
دغه سازمان ویلي چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مقابلې لپاره د افغانستان د خلکو د مقاومت وړتیاوو پیاوړتیا او د اوبو د مدیریت، کرنې او پاکې انرژۍ په برخو کې پانګونې ته اړتیا ده.
تر دې مخکې، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر بزګرانو او د طبیعي پېښو زیانمنو له پژواک سره په خبرو کې د کاپ ۳۱ له ګډونوالو او نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د وچکالیو، سېلابونو او نورو اقلیمي ګواښونو پر وړاندې له افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستې زیاتې کړي. دغه سرمشریزه د افغانستان د حکومتي پلاوي له ګډون پرته ترسره شوه.
د نړیوالو اقلیمي خبرو د اصلاح غوښتنې
د پیرو د بهرنیو چارو وزارت د چاپېریال برخې مشر اندریس مارتین ګاریدو سانچز ویلي چې د نړیوالو اقلیمي خبرو اعتبار له خطر سره مخ شوی او دغه بهیر ژورو اصلاحاتو ته اړتیا لري.
دغه راز، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د ادارې اجرائیوي مشر سایمن سټیل ویلي چې د ټولو هېوادونو د ګډې هوکړې پر بنسټ د پرېکړو اوسنی سیستم لا هم کار کولای شي، خو اصلاحاتو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې چې د احتمالي اصلاحاتو په اړه یې له بهرنیو متخصصینو څخه د مشورو ترلاسه کولو هڅې پیل کړې دي.
رویټرز لیکلي چې د ترکیې غونډه داسې مهال له عمومي سیاسي هوکړې پرته پای ته ورسېده چې یو شمېر لویو تېلتولیدوونکو هېوادونو، د سعودي عربستان په مشرۍ، د فوسیلي سونتوکو په اړه د ژمنو له یادولو سره مخالفت کړی و.
د رویټرز د یوه بل راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د کاپ ۳۱ سرمشریزې ته حکومتي پلاوی نه و استولی، خو د دغه هېواد د کانګرېس یو شمېر غړو، د ایالتونو والیانو او ځینو پخوانیو لوړپوړو چارواکو په غونډه کې برخه اخیستې وه؛ دغو کسانو د امریکا د حکومت په استازیتوب په رسمي مذاکراتو کې ګډون نه درلود.
د کارابین سمندرګي د سیمې د هېوادونو د ډلې مشر مرکچي جېمز فلېچر ویلي چې د کاپ ۳۱ په سرمشریزه کې د یوه داسې ځواکمن هېواد نشتوالی مهمه ستونزه وه چې د بېلابېلو دریځونو لرونکي هېوادونه یوې هوکړې ته نږدې کړي.
د اقلیمي همکاریو لپاره د نوو لارو لټون
رویټرز لیکلي، یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د ټولو ګډونوالو د ګډې هوکړې پر ځای، د کوچنیو ائتلافونو له لارې د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي.
د راپور له مخې، دغو هېوادونو د شنو خونو ګازونو د خپرېدو د کمولو، د مالي سرچینو د برابرولو، د ځنګلونو د ساتنې او د انرژۍ د اغېزمنې کارونې په برخو کې د ګډو همکاریو لپاره ائتلافونه جوړ کړي دي.
د ارام سمندر د کوچني ټاپووزمه هېواد تووالو د اقلیمي بدلون وزیر ماینا تالیا ویلي، د هغو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لېوالتیا زیاتېږي چې غواړي د ټولو هېوادونو هوکړې ته له انتظار پرته، په ګډه عملي ګامونه واخلي.
هغه زیاته کړې چې تمه لري راتلونکی کال د فوسیلي سونتوکو د کارونې د پرېښودو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د بریتانیا، مکسیکو او نایجیریا په ګډون د شاوخوا ۹۰ هېوادونو استازي برخه واخلي.
بلخوا، د ارام سمندر د ټاپووزمه هېواد فیجي د اقلیمي بدلون وزیرې لیندا تابویا د نړیوالو اقلیمي خبرو له ورو پرمختګ څخه نارضایتي څرګنده کړې ده.
خو د دغه هېواد د مرکچي پلاوي مشر سیوېندرا مایکل ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي خبرو اوسنی بهیر، له نیمګړتیاوو سره سره، د پخوانیو نړیوالو ژمنو د ساتلو او عملي کولو لپاره مهم دی.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کلنۍ سرمشریزې د نړۍ هېوادونه د نړیوالې تودوخې د محدودولو، د شنو خونو ګازونو د کمولو او له اقلیمي بدلون څخه اغېزمنو هېوادونو ته د مرستو د برابرولو په موخه سره راټولوي.
په ۲۰۱۵ کال کې د پاریس د اقلیمي تړون له مخې، هېوادونو هوکړه کړې وه چې د نړیوالې تودوخې زیاتوالی د صنعتي کېدو له مخکینۍ کچې څخه تر دوو درجو سانتيګراد ټیټ وساتي او تر ۱،۵ درجې پورې یې د محدودولو هڅې وکړي.











