منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

د عدليې وزير حبيب الله غالب ومړ

د عدليې وزير حبيب الله غالب د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى. د عدليې وزارت ستر سلاکار محمدهاشم هاشمزي د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د…

واورې ښويېدنې پنځه ښځې مړې کړې دي

د باميانو په پنجاب ولسوالۍ کې پنځه ښځې د واورې ښويېدنې له امله مړېشوې او د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د واورې او غره ښويېدنې له امله د استوګني لسګونه کورونه ويجاړ شوي…

په کندهار کې اورښتونه ځاني او مالي زيان اړولى

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې وروستيو اورښتونو په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.  د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېز اورښت له امله…

اروزګان کې سلګونه کسان په اوبو کې بند پاتې دي

د اروزګان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د اورښتونو او د سنداوبو د زياتوالي له امله ٢ تنه وژل شوي  او سلګونه نور په اوبو کې بند پاتې دي. ددغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي…

پنجشېر کې سېلابونو زيانونه اړولي

سېلابونو او د واورو ښويېدنو د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې زيانونه اړولي او له امله يې هغه لاره تړل شوې، چې دغه ولايت له پروان او بيا کابل سره نښلوي. د پنجشېر والي عبدالرحمن…

په نورستان کې واورې ښوېيدنې شپږ تنه ټپيان کړل

دنورستان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د واورې   ښوېيدو په پېښه کې د يوې ميرمنې په ګډون ٦ تنه ټپيان شوي. د نورستان د والي ويان ظاهر بهاند د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې…

د سالنګ لار وتړل شوه

چاريکار( پژواک ٢٤ کب  ٩٢): د سالنګ لويه لاره د واورو او سخت توفان له امله له تېرې شپې راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده . دغه لار،چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه…

په اور لګېدنې کې ١١ هټۍ سوځېدلي دي

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په دويمه حوزه کې د اور لګېدنې له امله ١١ هټۍ سوزېدلي دي. عيني شاهدان وايې، چې دغه اور لګېدنه  تېره شپه شاوخوا نهه بجې د ښار اړوند د نجارانو…

مارشال فهيم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو

سرچينې وايي چې د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال قسيم فهيم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى. يوې دولتي سرچينې د کب په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر مارشال…

افغان ښځو د اوربند او سولې غوښتنه وکړه

افغان ښځو په هېواد کې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې سوله وکړي او ورور وژنه پاى ته رسوي. د سولې عالي شورا غړې صديقې بلخې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې د…

د سالنګ لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لويه لاره د زياتو واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده. دغه لار، چې د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږد تونل څخه تېرېږي، د…

په چاودنه کې درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

په پروان ولايت کې دهاوان د سرګلولې دچاودنې له امله درې تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته. د باګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد معصوم د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ اړونده د…

نور راپورونه