مالیې وزارت: بودجه توشېح شوې نه ده خو دولتي کارکوونکو ته له اختره مخکې معاشونه ورکوو
د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه تر اوسه توشیح شوې نه ده، خو دولتي کارکوونکو ته د وري میاشتې تنخوا د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په درنښت له اختره مخکې ورکول کېږي.
























