روغتیایي مسوولین: هرات کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي
د هرات روغتیایي مسوولین وایي، د هوا له ګرمېدو سره همهاله په دغه ولایت کې پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.
د هرات روغتیایي مسوولین وایي، د هوا له ګرمېدو سره همهاله په دغه ولایت کې پر موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی.
د بادغیس او جوزجان مسوولین په دغو ولایتونو کې د کرونا واکسین د تطبیق د پیلېدو خبر ورکوي او له اوسېدونکو یې غواړي چې د دغې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې ځان واکسین کړي.
د غور ډاکټران په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره په خپلسرې توګه د درملو کارول خطرناک عمل بولي چې د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره د ډاکټر له سپارښتنو پرته درمل کاروي.
د کونړ د عامې روغتيا ریاست وايي چې د دغه ولایت په هغو سيمو کې يې ۳۱ ګرځنده طبي ټيمونه ګومارلي چې خلک يې له روغتيايي خدماتو بې برخې دي. دغه ټيمونه خلکو ته…
د فراه ولایت ځیني اوسېدونکي په دوبي کې د حرارت درجې لوړېدو ته اندېښمن دي او وایي، د دغه ولایت د کووېډ ـ ۱۹ یوازینی روغتون په داسې حال کې غېر فعال دی چې په دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي.
مسوولین په تخار او ننګرهار ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د کمپاین پېلېدو خبر ورکوي.
د غزني ولايت په ګیرو ولسوالۍ کې په دوو ورځو کې ۱۸۴ کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي. دغه خبره د ياد ولایت د عامې روغتيا ریاست د ساري ناروغيو د کنټرول مسوول…
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په ناوهمیش ولسوالۍ کې پر کولرا اخته شکمنو ناروغانو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکوي.
د میدان وردګو ولایت عامې روغتيا ریاست وايي چې د سويډن همکارې موسسې له لوري له ياد ریاست سره د ۲۶ میلیون افغانيو په ارزښت طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه. دغه ریاست ویلي،…
ځينو انټرنټي سایټونو د کرونا ناروغۍ د مخنیوې او درملنې لپاره د مرخېړيو د اغېز په اړه یو لړ مطالب خپاره کړي دي، خو د طب پوهان یې شایعه بولي او وایي، دغه راز مطالب کوم علمي بنسټ نه لري.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د مچیو چیچلو پېښو د زیاتېدو خبره کوي او وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې دوه کسان د مچیو چیچلو له امله مړه شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې پر کولرا ناروغۍ اخته ۵۰ کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د طب پوهان په ټولنیزو رسنیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو په درملنه کې د زنجبیل د موثریت په اړه خپاره شوي خبرونه غېر علمي بولي او وايي، که څه هم زنجبیل د بدن مقاومت زیاتولو لپاره ګټور بوټی دی، خو د کرونايي ناروغانو لپاره یې اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی.
د هلمند او دايکنډي ولايتونو په پوله د «ناوه ګري» په کلي کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو او له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې له رامنځته کېدو وروسته د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه، پنځه روغتیايي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.
د هلمند په باغران ولسوالۍ کې پر کولرا د اخته ماشومانو د مړو شمېر ۲۰ ته ورسېد. تر دې مخکې د مسوولینو له خوا ویل شوي وو چې د کولرا ناروغۍ له امله تر ۱۵…
په بلخ کې د روغتیایي زدهکړو انسټیټیوټ مسوولین وایي، دغه انسټیټیوټ د استادانو له کمښت سره مخ دی او زدهکوونکي یې د ځینو مضامینو له تدريسه بېبرخې دي.
یو شمېر ډاکتران وایي، هغه کسان چې د کرونا ویروس جانسون واکسین یې تطبیق کړی، له شپږو میاشتې تېرېدو وروسته یې باید بیا ولګوي؛ ځکه چې واکسین د ناروغۍ او مړینې پېښې کموي.
د بادغیس کووېډ-۱۹ روغتون چې په هېواد کې له سیاسي بدلون راهیسې غېرفعال و، له شاوخوا لس میاشتني ځنډ وروسته یې د یوې بهرنۍ موسسې په مالي ملاتړ بېرته فعالیت پیل کړ؛ د دغه ولایت اوسېدونکي د یاد روغتون له بېرته فعالېدو هرکلی کوي.
د کندوز د عامې روغتیا ریاست وایي، په تېرو درېیو اوونیو کې د یاد ولایت په کووېډ-۱۹ روغتون کې، د کرونا ویروس له ۴۰۰ د ډېرو معاینو له ډلې د ۳۷ کسانو ټسټونه مثبت ثبت شوي دي.
د زابل په سیوري او دایچوپان ولسوالیو کې لسګونه لویان او ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غور ولایت د کووېډ-۱۹ روغتون مسوول وایي، د کافي پیسو نشتوالي له امله د دغه روغتون خدمتونه یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوي دي.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په زلزلهځپلو سیمو کې تر ۱۰۰ ډېر ډاکټران ګومارل شوي څو زیانمنو خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست له خوا د دغه ولایت پر ۱۰زره کورنیو د روغتیا ساتنې د کیټونو وېش پیل شو.
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او ډېرى وخت نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.