منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

شکایت

۱۳۲ راپورونه

راپورونه

هرات کې هټۍ‌وال له لوړو مالیاتو شکایت کوي

په هرات کې یو شمېر هټۍ‌وال د کار له نشتوالي، د بازار له کمرنګه کېدو او له دوکانونو یې د لوړو مالیاتو له اخیستلو شکایت لري؛ خو د مستوفیت مسوولین وایي چې د ټاکل شوي معیار پر اساس مالیات ټولېږي.

کابل کې ځيني بې‌وزلي د مرستو وېش لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري

په کابل کې ځيني بې‌وزلي خلک د مرستو وېش په لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري او وایي، دغه مرستې تر ډېره غېرمستحقو ته ورکول کېږي؛ خو مسوولین د دې ستونزې هواري لپاره د کار په بدل کې د مرستو پر وېش ټينګار کوي.

د غور خلک په روغتیايي مرکزونو کې د امبولانس له کمښته شکایت لري

د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امبولانسونو له کمښته شکایت لري او وایي، خپل ناروغان د موټر، موټرسایکل او یا مرکب په وسیله تر روغتیايي مرکزونو لېږدوي؛ خو مسوولین د دې ستونزې په تاییدلو سره وایي چې د حل لپاره یې ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.

یو شمېر ناروغان د غاښونو ځینو کلینیکونو کې د پاکوالي له نه مراعاتېدو شکایت کوي

یو شمېر ناروغان د غاښونو په ځینو کلینیکونو کې د پاکوالي له نه مراعتولو شکایت لري؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه‌نیم کال کې یې ۴۲۵ د غاښونو کلینیکونه د طبي اصولو نه مراعاتولو له امله تړلي دي.

بلخ کې خلک د موټرو کرایې له لوړېدو شکایت کوي

د بلخ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې وروستيو کې د ښاري او مسافر وړونکو موټرو کرايې لوړې شوې خو بل لور ته حکومتي مسوولين وايي چې د لوړې کرايې اخيستو مخنيوي هلې ځلې يې پيل کړې دي.

غړي

ځيني کابل ښاریان د منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي شکایت لري

د کابل ښار ځيني اوسېدونکي د یوه منظم ښاري ترانسپورټي سیستم له نشتوالي په داسې حال کې شکایت لري چې مسوولین وایي، د داسې یوه سیسټم جوړولو لپاره ځیني پروګرامونه تر کار لاندې دي او په دې برخه کې یې عملي ګامونه اخیستي دي.

نور راپورونه