خواجه اصف: لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته
د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته، خو اسلاماباد ځواب ویلو ته چمتو دی او باید خپل حق واخلي.
د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته، خو اسلاماباد ځواب ویلو ته چمتو دی او باید خپل حق واخلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان کړکېچ په تړاو وایي، امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی، دواړه لوري دې له زغم کار واخلي او ستونزې دې د ديپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د «جیش محمد» ډلې مشر ویلي، پر پاکستان د هند په برید کې د هغه د کورنۍ لس غړي او څلور ملګري وژل شوي او پاکستان چې د ځوابي برید ګواښ یې کړی، ویلي دي چې د هند شارژدافیر یې احضار کړی او شهباز شریف به د ملي امنیت کمېټې له نننۍ غونډې وروسته ملت ته وینا وکړي.
هند تېره شپه د پاکستان پر خاوره بریدونه کړي او اسلاماباد هم د ځوابي برید ګواښ کړی، خو له دواړو لورو ملګرو ملتونو او چین د لوړې کچې زغم او امریکا د کړکېچ د ژر پای ته رسولو غوښتنې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د هند د مغزیاتو او وچو مېوو شورا د اتارې- واګه لارې د تړل کېدو له امله د هند له حکومته غوښتي څو له افغانستانه دغه هېواد ته د وچې مېوې د واردېدو لپاره هوايي دهلېز رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د اپریل ۲۲مې پېښه غندلې او غوښتنه یې کړې چې هند او پاکستان دې له پوځي نښتو ډډه وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت «د پاکستان - هند اړیکو کې ترینګلتیا او پر سیمه یې اغېزې» تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې ویلي چې ا.ا ته سیمهییز ثبات او امن مهم دی او هڅه به یې دا وي چې دا شخړه له سولهییزې لارې هواره شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي چې د کره معلوماتو له مخې، ښايي هند د راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو په اوږدو کې د «پلهګام پېښې په پلمه» د پاکستان پر وړاندې نظامي ګام پورته کړي.
د هندي رسنيو د راپور له مخې، د هند د کلکتې ښار په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۸۹۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد دې افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته دې ویزو ورکړه بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د هند پولیسو اعلان کړی چې کشمیر کې پر ګرځندویانو د وسلهوالو کسانو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
ټاکل شوې د هند کرکټ غورهليګ (ایپياېل) شل اووریزې سوداګریزې سیالۍ د اوو افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي.
ټاکل شوې نن په متحده عربي اماراتو کې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پایلوبه د نیوزلېنډ او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
هندي رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستانه د هند واردات ډېر خو د هغه هېواد صادرات بیا افغانستان ته کم شوي دي.
د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې د رېلګاډي یوه تمځای کې د ډېرې ګڼېګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
هندي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د «ماها کومب» په نوم لوی جشن کې د خلکو د ډېرې ګڼېګوڼې له امله اووه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د هند په ګجرات ایالت کې د دغه هېواد د ساحلي ګارډ چورلکې لوېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.
د هند پخوانی لومړی وزیر منموهن سېنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سېنګ پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې هغه د افغان ولس ملګری او متحد و.
بلخ کې د انجې د پلورونکو او صادروونکو اتحادیې مسوولین وایي چې سږ کال له دغه ولایته هند ته ۸۴۰ ټنه انجه صادره شوې چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې پروني وسلهوال برید کې د هند قونسلګرۍ یو افغان کارکوونکی ټپي شوی دی.
د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د صنعت او سوداګري وزارت وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د ۶۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
د هند ځانګړي استازي د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغان او هندي تخنیکي پلاوو ترمنځ خبرې وشي او دغه راز به افغانانو ته د هند د ویزو برخه کې اسانتیاوې زیاتې شي.