نیمروز کې د تېلو پمپونو مالکان وایي، د سړکونو غاړو تېلپلورونکو یې کاروبار زیانمن کړی
نیمروز کې د تېلوټانکونو ځيني مالکان وایي، دغه ولایت کې د سړکونو غاړو تېلپلورونکو د دوی کاروبار زیانمن کړی او د خپلو تېلو پمپونو تړلو ته اړ شوي دي.
نیمروز کې د تېلوټانکونو ځيني مالکان وایي، دغه ولایت کې د سړکونو غاړو تېلپلورونکو د دوی کاروبار زیانمن کړی او د خپلو تېلو پمپونو تړلو ته اړ شوي دي.
د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم شوي دي.
نیمروز کې ځیني اوسېدونکي او موټرچلوونکي په داسې حال کې د بېکیفیته تېلو له شتونه شکایت لري چې مسوولین وایي، د روان کال په تېره غبرګولي میاشت کې یې نږدې ۱۲۵ زره لېتره بېکیفیته تیل بېرته ایران هېواد ته ګرځولي دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له وچکالۍ او د اوبو له جدي کموالي شکایت کوي او وايي، ایران داسې مهال د حقابې دعوه لري چې د دغه ولایت ځیني خلک د وچکالۍ له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته بېوزلو خلکو ته د بشري مرستو وېش پروګرام پیلېدل د دې ترڅنګ چې له لوږې د بېوزلو کورنیو د ژغورلو لامل شوی، د نیمروز ځايي سرچینو په وینا، ورسره زرګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د نیمروز په مربوطاتو کې ایراني سرحدي ځواکونو د افغانستان په لور ډزې کړې چې له متقابل غبرګون سره مخ شوي او په نښته کې له دواړو خواوو یو یو کس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي.
د نیمروز امنیې قوماندانۍ د دغه ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.
ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته د هېواد په ځینو سیمو کې هغوی ته د انلاین زدهکړو زمینه برابره شوې ده؛ که څه هم د دغه پروګرامونو ګډونوالې له…
د نیمروز له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وایي، د وروستیو سېلابونو له امله په دلارام ولسوالۍ کې له ۲۷۰۰ جریب ډېرې کرنیزې ځمکې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي او لسګونه څاروي له منځه…
د نیمروز ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د بشري مرستو د وېش بهیر شفاف نه دی؛ خو مسوولین دا موضوع ردوي او وايي، د مرستو د وېش بهیر شفاف او عادلانه دی.
په نیمروز او کندوز ولایتونو کې د شاوخوا ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې، د نیمروز د کلیو، بیارغونې…
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت ۴۰ زره اوسېدونکو ته د «معیشتي او ټولنیز ملاټر» پروژې له لارې د کار زمینه برابره شوې ده.
د نیمروز ولایت په لرو سیمو کې زرګونو ماشومانو ته ۵۰۰ سیمهییز او د چټکو زدهکړو ټولګي جوړ شوي دي؛ په دغه ولايت کې مېشتې کورنۍ او ماشومان د دغو ټولګيو پر جوړېدو خوښي څرګندوي…
د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د مرکز زرنج او ولسوالیو په بازارونو کې د پیازو بیه په بېسارې توګه لوړه شوې چې دوی یې د پېرلو توان نه لري.
د نیمروز د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري او د خدماتو د ښه کېدو غوښتنه کوي؛ خو د اترا اداره وايي، د ستونزې د حل لپاره ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.
د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د ښوونکو او درسي کتابونو کمښت د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ډېرو ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوی دی.
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د (سلطانخېل او محبتخېل) قومونه له ۳۵ کلنې دښمنۍ او وینې تویونې وروسته د ځايي حکومت په منځګړیتوب له یو بل سره پخلا شول.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي د بېکیفیته تېلو له واردېدو شکایت کوي، خو د دغه ولایت د سټنډرډ ملي امریت وايي چې د بېکیفیته تېلو د واردېدو د مخنیوي لپاره تدابیر په پام کې لري.
د نیمروز سوداګر وايي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ابریښم بندر له لارې د سوداګرۍ کچه د بېلابېلو لاملونو له امله د پام وړ کمه شوې ده.
د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د دوو قومونو ۸ کلنه دښمنۍ د سيمهييزې ادارې، سپينږيرو او مخورو په منځګړتوب پای ته ورسېده او یو بل یي په غېږو کې ونیول. دغو دوو قومونو…
د نیمروز ولایت سیمهییزې سرچینې د یوې نجلۍ د ځانوژنې او په دوو نورو جلا پېښو کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکوي.
یو شمېر افغانان چې په دې وروستیو کې له ایرانه راستانه شوي، په داسې حال کې د دغه هېواد د حکومت او خلکو له بد چلنده شکایت کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۹۰ زره کډوال د ورېښمو پولې له لارې نیمروز ته راستانه شوي دي.
د نیمروز سیمهییز مسوولین په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه سوداګر د خوشي کېدو او په تړاو یې د پنځو کسانو د نیولو خبر ورکوي. د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او…
په نيمروز ولايت کې د شهيدانو یو شمېر وارثین او معلولين له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي او غواړي چې ملاتړ یې وشي، خو د دغه ولايت مسوولین وايي چې د هغوی دې ستونزې ته به ډېر ژر رسېدنه وشي.